د جنرالانو تبديلي به د ناټو کوم درد دوا کړي؟

تميم توفيق

خبر دی وايي ناټو په افغانستان کې د خپلو ځواکونو مشر جنرال جان نيکولسن له عهدې غورځولی او پر ځای يې د اسکاټ ميلر په نوم بل جنرال ټاکلی دی، دا خبر رسنيو ته راوتلی، خو پنټاګون تر اوسه پورې دغه تبديلي رسماً نه ده اعلان کړې.

افغانستان او افغان ولس د نورې نړۍ له هيوادونو او ولسونو جلا يو داسې هيواد او ولس دی چې په سياسي او دوديزو چارو يې يوازې هغه څوک ښه پوهيږي، چې د همدې هيواد په غيږ کې د همدې ولس تر څنګ پيدا شوی، ستر شوی، او ادم بويه شوی وي، هغه شخص چې د همدې ولس په جومات يا مکتب کې يې د الف با په سبقونو پيل کړي وي او هغه چې د همدې هيواد له مدرسې يا پوهنتونه راوتلی وي. له دې نه هغه خلک هم تقريبا ټول مستثنی دي چې پورتنۍ ځانګړتياوې نه لري، کټ مټ لکه د ننني حکومت چارواکي.

همدغه وجه ده چې له پاسنيو مشخصاتو محروم تش په نوم افغان وګړي، که څه هم د څو ورځو لپاره د نورو هيوادونو/هيواد د زر او زور په توسط په دغه ولس واکمن شوي، خو خپل هدف ته نه دي رسيدلي او د خپلو اعمالو په پای کې يې داسې خجالت په برخه شوی چې توجيه او جبران يې ورته د ټول عمر لپاره ناممکن وي.

دغه فارموله په يرغلګرو هيوادونو په لا ښه توګه تطبيقيدای شي. که وګورو دلته انګريزانو، بيا شوروي اتحاد او اوس دا دی ناټو/امريکايانو د دې هيواد او ولس ايل کولو هڅه کړې، مګر يو يې هم نه دی موفق شوی، سره له دې چې نه يې د پوځي وسايلو کمی و/شته او نه هم سړو او پيسو ته اړتيا لري.

د دې ناکامۍ يوازينی لامل دا دی چې دوی د دې خاورې او ولس له مزاج، سياست او عرف سره هيڅ راز بلدتيا نه لري او نه به له هر رنګه کوششونو سره سره ورسره اشنا شي؛ ځکه چې دوی بل ځای لوی شوي او يا د بل په لاس تربيه شوي او يا هم بالکل د دې ولس او دې خاورې نه دي.

امريکايانو د اشغال له پيله تر اوسه پورې د پخوانو يرغلګرو په څير ګڼې ستراتيژۍ بدلې کړې او ګڼ جنرالان يې بدل رابدل کړل، خو له ۱۷ کاله بې دريغه مصارفو او غورځو پرځو وروسته يې هم د موفقيت په نوم څه ونه ليدل.

دغه راز يې د افغانانو خپلمنځي تشنج پيدا کولو لپاره هم ډيرې هڅې وکړې. جنرال پيټريوس يې له عراق څخه د راوړې تجربې په تعميل اربکيان وپنځول، بې شمېره ډالر يې وشيندل او پراخ رسنيز تبليغات يې ورته وکړل. جنرال نيکولسن د (اوبه خړې کړه او ماهيان ونيسه) تجربه عملي کړه، داعشيان يې پيدا کړل، ګڼې رنګارنګ ډلې يې په بيلابيلو سيمو کې په مختلفو نومونو تجهيز او تمويل کړې، د عام وژنې او فردي وژنې فارمول يې عملي کړ، مګر په دې هر څه سربېره يې بيا هم ناکامي او رسوايي په برخه شوه.

جنرال اسکاټ ميلر په داسې حال کې راليږل کيږي چې افغان ولس يې د استعماري موخو لپاره د ستراتيژيو له ټولو انواعو سره بلد شوی. دغه جنرال ښايي د جګړو له زړو ميتودونو څخه کار واخلي، چې ممکن دا به د امريکايانو د لويدلي سياسي او اقتصادي وضعيت هيڅ درد دوا نکړای شي او نه به يې بيرته د خپل نړيوال پخواني حيثيت سټيج ته پورته کړي، بلکې امريکا/ناټو به له فعلي حالت لا بدتره له پښو وغورځوي.

نوي جنرال ته يوازې يوه ستراتيژي او د کاميابۍ نسخه پاتې ده، چې هغه په ډاګه د جګړې په ډګر کې د ماتې اعلان او له قيد و شرط پرته له دې هيواده وتل او افغان ولس ته د تسليمۍ سر ټيټول دي، بس.

 

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button