تر اجـل دمخه،نه شې مړکېداې!

لیکونکی: مولوی زاهدالله حقانی

(فَاِذَا جَآءَأجَلُهُمْ لاَیَسْتَاْخِرُونَ سَاعةً وَلاَیَسْتَقْدِمُونَ)
ژباړه: ((او کله چې د دوی د مرګ نېټه راورسېږي، نوبیا یوه ګړۍ هم وړاندې او وروسته کېدلای نشي))
دغه مبارک ایت دهغو بې زړو خلکو لپاره تسلي او ډاډ دی،چې له مرګ نه مخکې څو څو ځله مري!دوی باید په دې وپوهېږي، چې مرګ په ټاکلې نېټه راځي مخکې کیدل او وروسته کېدل پکې نشي رامنځته کېدلی.
(وَجَاءَتْ سَکْرَةُالْمَوْتِ بِالْحَقٌ)
ژباړه: ((بیا ګوره، هغه دځنکدن سلګۍپه حقه راغلې))
په دې باید یقین اوباور ولرو، چې له غیرالله سره تعلق بدمرغي ده.
الله تعالی وايي
(فَمَا کَانَ لَهُ من فِءة ٍ ینصرونه من دونِ الله وَماَ کان من المنتصرین)
ژباړه: له الله تعالی پرته هېڅ کومه داسې ډله یې نه درلوده چې مرسته يې وکړي او هیڅ بری ورپه برخه نشو))
(سیراعلام النبلاء) په شلو ټو کونو کې دامام ذهبي رحمه الله یو شهکار کتاب دی، چې داپاچاهانو او امیرانو، او بډایانو ،شاعرانو او عالمانو دحلاتو څخه يې پکې یادونه کړې، د دغه کتاب په لوستلو سره به ته له دوو حقیقتونو سره هرو مرو مخامخ شې:
لومړنی حقیقت داچاچې دمال اولاد منصب او کار له امله دالله تعالی پرځای له بل چاسره اړیکې ټینګې کړي، الله تعالی به يې همغه ته وسپاري او دابه يې دبد مرغۍ ستر لامل وي .
الله تعالی وايي ((وانهم لیصدونهم عن السبیل ویحسبون انهم مهتدون))
ژباړه (( دوی خلک له سمې لارې څخه را ایساروي او فکر کوي چې همدوی پرسمه لاره دي))
فرعون او دهغه سلطنت، قارون او دهغه مال ،امیه بن حلف او دهغه تجارت او ولید او دهغه زامن يې مالومې بېلګې دي.
((ذَرْنِی وَمَنْ خَلَقْتُ وَحِیداً))
ژباړه: پرېږده ما او هغه څوک چې ماهغه یوازې پیداکړ.
ابو جهل او دهغه جاه، او جلال، او نسب يې او ابو مسلم او واکمني يي، متنبي او شهرت يې حجاج او په ځمکه کې دهغه فساد او ابن البرات او وزارت يې نورې بېلګې دی.
دویم حقیقت دا دی: چاچې پر الله تعالی سره دعزت پلټنه وکړه او هغه ته دنېږدې کېدو په خاطر يې عمل وکړ،الله تعالی به يې عزیز او سرلوړی کړي، که څه هم منصب او نسب، مال او عیال ونه لري، بلال رضی الله عنه او اذان، سلمان رضی الله عنه او اخرت، صهیب رضی الله او قرباني يې، عطاء رحمه الله او علم يې ښکاره بېلګې دي.

((وَجَعَلَ کَلِمة الذین کفروا السفلی وکلمةُ الله هِیَ العلُیاَ))
ژباړه ((او دکافرانو وينا يې ټيټه کړه او هماغه دالله تعالی وينا لوړه ده))

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button