سوله !!!!

لیکوال: عبد المتین غورځنګ
سوله د صلح په شکل عربي کليمه ده چې په ډاډمنه فضا، امن وامان او بې خطره ژوند تېرولو ته وايي.
خو که د اوسنيو رسنيو خپرونو او نشرياتو ته ځير شو نو سوله په غلطه معنا پکې تعبیرېږي.
په اوسنیو خپرونو کې سوله مطلقا د ډزبندۍ او تسليمۍ په معنا کارول کېږي، دوی غواړي چې مقابل او کمزوری اړخ دې زورور لوري ته بې له څه ويلو او کولو تسلیم شي، خو که د سولې حقيقي معنا وسپړو نو وبه وينو چې:
سوله زورور د کمزوري د تسلیمۍ معنا نه لري او نه هم تر جمهوري قوانينو لاندې یو اړخيز ژوند ته وايي، داسې چې سرمايه لرونکي پکې قانون جوړوونکي وي او د سرمايدار هر جوړ شوی قانون پکې په کمزورو پلی کېږي.
همدارنګه سوله داسې هم نه ده چې کمزوري او غريب خلک دې د فيوډال تر قانون لاندې يوازې د ډوډۍ د موندلو په تمه خپل قېمتي ژوند تېر کړي، په داسې حال کې چې د غريب د هر څه واک او اختيار فيوډال ورڅخه صلب کړی وي.
سوله داسې معنا هم نه لري چې د بېچاره خلکو ژوند دې د بورژوا ( سرمايه لرونکو او پرمختللو ماشينونو درلودونکو خلکو) طبقې تر واک لاندې يوازې د خوراکي توکو په تمه تېر شي. او نه هم د پرولتاريا (د کمونستانو) د طبقې په څېر چې ټول ژوند د ( کور، کالي،ډوډۍ) د شعار لپاره تېروي او په اخر بې ثمره قرباني هم ورکړي.
که لږ نور هم وړاندې لاړ شو نو سوله په ټولنه کې د جنګسالارانو او سوسيالستانو د حقوقو تحفظ په خاطر قرباني هيڅکله هم سوله نه ده، نه هم په جمهوري نظام کې د هر فاسق، فاجر او ناهله تر لاس لاندې کار کول سوله ده او نه هم دې ته سوله ویل کېږی چې له زرګونو ميله لرې په يوه هېواد یرغل کول، او کله چې د یرغمل هېواد خلک د خپلې ازادۍ او بقا لپاره جنګېږي نو ورڅخه دې سوله وغوشتل شي.
بلکې سوله په حقیقي معنا په رشتوني ډول د الله ج په ځمکه د الله ج قوانين نافذول دي. له ځمکې څخه د فساد او فتنو ورکول او بر ځای يې شرعي احکام جاری کول رښتينې سوله ده، د ټولنې وګړي د خپل حقيقي مالک خواته متوجه کول سوله ده، له يوه هېواد څخه ژبني تعصبونه، قومي تفرقې، مذهبي تعصبونه او نور هر ډول نفاق لرې کولو ته رښتينې سوله وايي. همدارنګه د ټولنې په ټولو وګړو د قانون يو ډول پلي کولو ته سوله وايي.
اوس نو که چېرې سوله غواړو نو راځئ! چې د امت هر وګړی د اسلامي راتګ ته لاس پکار شو او د امت هر ډول خدمت ته ملا وتړو.



