(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ غویی ۲)
په داسې حال کې چې د ټاکنو کمیسیون غړي د نوم لیکنې په پروسه او راتلونکو ټاکنو کې د حکومت له لاسوهنو سرټکوي او زیاتوي چې ارګ غواړي راتلونکې تولټاکنې په خپل فرمایش سره ترسره کړي، سرچینو ویلي چې ولسي جرګې ته د راتلونکو بریالیو نوماندانو لیست سر له اوسه امریکایي سفارت او د ګلخانۍ ماڼۍ په ګډه جوړوي.
ویسا ورځپاڼې ته یې سرچینو ویلي؛ ارګ په دې هڅه کې ده تر څو راتلونکي پارلمان ته داسې کسان لار ومومي چې په انتخاباتو کې د غني په بریالي کېدو کې مرسته وکړي.
بل پلو د امریکایی سفارت هڅه بیا داده چې ولسي جرګې ته داسې وکیلان لاره پیدا کړي چې په راتلونکي کې د امنیتي تړون پر وړاندې خنډ نه شي.
سرچینو ویلي؛ ارګ او امریکایي سفارت په ګډه ولسي جرګې ته د احتمالي کاندیدانو د غورچاڼ لپاره د یوې لس کسیزې کمېټې پر جوړولو کار کوي، ترڅو د نوماندانو نهايي نوملړ چمتو کړي.
د ولسي جرګې غړي شهزاده شاهد او عبدالودود پیمان دا موضوع مني او خبرداری ورکوي چې دحکومت دا خپلسري به بدې پایلې له ځانه سره ولري.
تر دې وړاندې د ولسي جرګې ځینو غړو ویلي و، چې د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو احتمالي نوماندان د ولسې جرګې پر نوماندانو داسې فورمې لاسلیکوي چې امنیتي تړون تاییدوي او په بدل کې یې دوی ته د امریکا سفارت د ملاتړ او په ټاکنو کې د بریا ژمنې ورکوي.
سرچینې همدارز ویلي، چې احتمالي نوماندانو وکیلانو ته ویلي چې امریکایي سفارت هیڅکله داسې ولسي جرګه نه غواړي چې د امنیتي تړون پر وړاندې منفي نظر لري.
د دې ترڅنګ امریکایي سفارت د جمهوري ریاست ټول احتمالي نوماندان خپل ملاتړي افراد ټاکلي او د هغوی په توسط یې د ولسي جرګې وکیلانو ته هم د کلک ملاتړ ډاډ ورکړی دی.
دا په داسې حال کې ده چې په هیواد کې د نوم لیکنې پروسه له وړاندې له خنډ او ځنډ سره مخ شوې او طالبانو یې په هکله لا له وړاندې خبرداری ورکړی چې د راروانو ټولټاکنو برخلیک به امریکایان ټاکي















