(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، غبرګولی ۲) د افغانستان د ټاکنو خپلواک کميسيون مالي او اداري مرستيال معاذالله دولتي وايي، ولسمشر غني له ده او د انتخاباتو کميسيون له درې نورو غړو غوښتي “که د تذکيرو پر کاپۍ د سټيکر لګولو مخالفت کوئ نو له خپلو دندو استعفا ورکړئ”.
دولتي په کابل کې د يک تلويزيون په يوه پروګرام کې دغه څرګندونې کړي او زياته کړې يې ده چې “څو ورځې مخکې مو له ولسمشر سره غونډه لرله، چې د انتخاباتو کميسيون رئيس غني ته وويل چې د کميسيون څلور غړي د رايه ورکونکو د نومليکنې له پروسې سره مخالفت کوي او نه غواړي چې د تذکيرو پر کاپۍ سټيکرونه ولګول شي”.
د دولتي په خبره، غني هماغه مهال وويل هغه څوک چې له يادې طرحې سره مخالفت کوي له دندې دې ليرې کړای شي.
ښاغلی دولتي وايي، د ولسمشر سره له غونډې مخکې د کميسيون ډیری غړو پریکړه وکړه چې “د رايه ورکوونکو د نومليکنې کړنلاره به په خپل حال وي” خو زياتوي چې ښايي د انتخاباتو د کميسيون رئيس ونه توانيد چې ولسمشر ته څرګنده خبره وکړي او اشرف غني سره په ناسته کې يې ويې ويل “زه د تذکيرو پر کاپۍ سټيکر لګولو سره موافق یم او دا څلور مخالفت کوي”.
د انتخاباتو کميسیون شاوخوا لس ورځې مخکې اعلان وکړ چې رايه ورکوونکي به د خپلو تذکيرو پر کاپۍ سټيکرونه لګولی شي خو دغه مسله د کميسیون د ځينو غړيو د استعفاء او د اجرائيه مشر په ګډون د ځينو سياسي ګوندونو د مخالفت سبب شوه.
تازه د ټاکنو کمېسيون د يوې پريکړې پر بنسټ ويلي، چې د امنيتي ستونزو له کبله په شرايطو برابرو کسانو ته د مثنی پاڼې ويشي چې سټيکر به پرې لګول شوی وي.
خو د افغانستان د انتخاباتو د څار بنسټ مرستيال محمود مل نيوکه کوي چې حکومت او کميسيون په خپله ستونزې جوړوي او د مثنی پريکړه هم د سياسي وضعيت او د درغليو په موخه نيول شوې ده.















