د کورنيو چارو وزارت امنیتي مرستيال ولې له دندې ګوښه کړای شو؟

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، غبرګولی ۲) وړمه ورځ د افغانستان د کورنيو چارو وزارت مرستيال جنرال مراد علي مراد له دندې ګوښه او پر ځای يې د جمهوري رياست د محافت قومندان اختر ابراهيمي وټاکل شو.

تازه سپوږمۍ راډيو د مراد علي مراد د ليرې کېدو په اړه ويلي چې نوموړي په راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو کې د رحمت الله نبیل سره د مرستيالۍ پر څوکۍ هوکړه کړې وه ځکه د ولسمشر له لوري ګوښه کړای شو.

د سپوږمۍ راډيو د سرچينو پر اساس ويل کېږي، د ملي امنيت پخوانی رئيس رحمت الله نبيل راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو لپاره کانديد دی او دا مهال د خپلو مرستيالانو د پيدا کولو په هڅه کې دی.

سرچينې ويلي، نبيل له جنرال مراد سره پر دوهمې مرستيالۍ توافق کړی خو د اشرف غني له خبرېدو سره نوموړی له دندې ګوښه او د کابل ګارنيزيون مشر شو.

د سرچينې په خبره، ښايي جنرال مراد په نږدې وخت کې “د کابل ګارنیزیون” دنده هم پريږدي او نبيل سره د ولسمشريزو ټاکنو په چارو کې خپل هلې ځلې پيل کړي.

ويل کېږي، رحمت الله نبيل له صلاح الدين رباني، عطانور، صالح او یونس قانوني سره خبرې روانې کړي چې يو تن يې د لومړۍ مرستيالۍ لپاره دنده وکړي.

مرادعلي مراد د دندې د پرېښودو پر مهال توغندې نيوکې وکړې زیاته يې کړه چې د افغانستان پوليس په ناوړه وضعيت کې دي او وزارت يې نه دی توانېدلی چې هغوی ته پر خپل وخت اعاشه او امکانات ور ورسوي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button