کاش چې شهید رهبر خو مې یو ځل لیدلی وی!

لیکوال : احمد منصور
د امیرالمومینین ملاختر محمد منصور رحمه الله د دوهم تلین په مناسبت!
دوه کاله دمخه منصور صیب د افغانستان او پاکسان ګډې پولې ته څېرمه د وحشي امریکایانو لخوا د ډرون طیارې په واسطه په نښه او شهید کړی شو، کله چی د نوموړی د شهادت خبر په همغې ورځ په ټوله نړۍ کې لکه د طوفان په څېر خپور شو آن اوباما هم د دې خبر تصدیق وکړ او ويې ویل چې منصور صیب مو ځکه په نښه کړو چې زموږ لپاره په نظامي ډګر او فوځي کچه سخت دریزه انسان وه، او د سولې مخالف وه.
اوس پوښتنه دا مطرح کېږي چې آیا منصور صیب رښتیا هم د سولې مخالف وه؟
خو نه! هیڅکله هم نه، منصور صیب د سپېڅلې سولې د را وستولو لپاره شپه او ورځ په ځان یوه کړې وه، هغه د سپېڅلې سولې په لټون کې وه، هغه تش په خوله د سولې چغې بدرګه کولو څخه بد منل، او د رښتونې سولې په تلاش کې وه.
هو! هغه سولې ته د قدر په نظر کتل خو له هغې سولې یې بد منل چې د تسلیمۍ بوی ترې راتلو،
لنډه دا چې منصور صیب د سولې تږی او وږی وه، د سپېڅلې سولې د راوستو لپاره ستر مبارز وه، او په سپېڅلې سولې مین انسان وه،
منصور صیب زیات سخت دريزه هم نه وه، خو طاغوطیانو ته ځکه سخت دریزی ښکارېده چې په خپل دین (اسلام) د کلکو منګولو لګولو خاوند وه،د هغه – رحمه الله – له خپل دین سره د بې کچی مینې له امله نړیوالو ته سخت دریزه ښکارېده، هغه رحمه الله د خپلو اسلافو په نقش و قدم روان وه،
منصور صیب سیاست شریعت ته تابع کړی وه، نه لکه د اوسني اسلامي ممالکو مشران چې شریعت یې سیاست ته تابع کړی،
منصور صیب نه یوازې دیني عالم بلکې یو ستر سیاستدان وه، د یوه امیر په توګه یې دا غوره بلله چې د نړیوالو خوصوصا ګاونډيو ممالکو سره سیاسي اړیکې ولري،
د ذبیح الله مجاهد صیب په قول منصور صیب د خپلې مشرۍ په دوران کې د ګاونډیو ملکونو په شمول له یو شمېر نورو ممالکو سره هم سیاسي اړیکې درلودلې او سفرونه یې دغو ممالکو ته کري.
که څوک وایي چې د دغو اړیکو فایده څه وه؟
دا چې د هیواد اکثریت خلکو طالبانو ته د قدر په نظر کتل او ورته ګوري هم، او حمایت یې کړی او لا یې په خدمت بوخت دي، او هغه وخت کې چې منصور صیب ژوندی وه د دښمن د یو شمیر چارواکو په اعتراف چې طالبان د هیواد په ۷۰سلنه خاوره واکمن دي، نو طالبان هم د افغانانو د نماینده حکومت په څېر غوښتل چې نړیوالو سره سیاسي اړیکې ولري چې هم هغسې وشول، او دا نن ترکیه، روسیه، ایران، قطر، او یو شمېر نور ممالک طالبانو ته د سیاسي او پیاوړي ځواک په توګه ګوري.
گرانه رهبره! همدا ته وې چې د ملا صیب په غیر موجودګۍ کې مو د امارت ټولې چارې په خپله غاړه واخستې!
هو گرانه امیره! همدا تاسو وئ چې طالبان مو نړیوالو ته د یو سیاسي ځواک په حیث ور وپېژندل،
گرانه رهبره! رښتیا هم منصور وې او په منصوري مینه ټوټې ټوټې شوې، سوزېدلی وجود مو خپل رب ته یوړ او هغه خبره دې ثابته کړه چی یو شیخ صیب ته دې کړې وه (شیخ صیب که مې ځان د فدایانو په څېر ټوټه ټوټه نه کړو نه زه به د فدایانو امیر نه یم).
شهیده رهبره! کاش چې یو ځل مې لیدلی وای، یو ځل مې سترګې ستا په لیدلو یخې شوې وای.
گرانه څاروانه! ستا لیدو ته ډېر مسلمانان تږي ناست وه، الله ﷻ ته یې لاسونه لپه کړي وه او داسې دعاوې یې له رب غوښتلې:
ای الله ! رب العزته! هغه شخصیت خو مو ونه کوت چا چې په خپل یو عرب ورور غیرت وکړ او خپله بادشاهی یې ترې قربان کره، یا الله! د هغه ځای ناستی خو را باندې وګوره کوم چې نن د عربو او عجمو د سترګو تور دی، خو د دغو مسلمانانو زما په شمول دغه آرمانونه له خاورو سره خاورې شول،خو ای په امیرالمؤمنین پسې غمژنو مسلمانانو! مه خپه کېږئ ان شاءالله چې له ملا صیب او منصور صیب سره به په جنت کې ملاقات وکړو خیر که په دې دنیا مو سترګې د هغوی په لیدلو یخې نه شوې،
دښمنان دې هم په خلاصو غوږونو واوري، چې د منصور صیب وینه دومره ارزانه نه ده ان شاء الله چې دا پاکه وینه به ضرور رنګ راوړي او له هر څاڅکي څخه به په زرګونه منصوریان پیدا کېږي.
د یو سوچه اسلامي نظام په هیله،



