دفاټا په هکله د افغان حکومت دریځ د اسلام آباد غبرګون را پارولی
(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ غبرګولی ۶)
وروسته تر هغه چې افغان حکومت د فاټا د وروستي قانون د منل کیدو په اړه د پاکستاني پارلمان پریکړه یو اړخیزه وبلله او په دې هکله پریکړه کول یې د ولسونو واک وباله ، پاکستاني حکومت یې پر وړاندې غبرګون ښوودلی.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، د فاټا په هکله پریکړه د قبایلي ولس په غوښتنه ترسره شوې او د افغان حکومت څرګندونې یې بیځایه بللې.
د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت ویاند ډاکټر فیصل د افغان ویلي؛ د فاټا په هکله د افغان حکومت وروستی دريځ د پاکستان په کورنيو چارو کې لاسوهنه ده او مونږ یې ردوو.
څو ورځې وړاندې د پاکستان ملي اسمبلۍ د رایو په اکثریت د فاټا قانون ومانه چې د لومړي وزیر تر لاسلیک وروسته به قانوني بڼه خپله کړي.
په دې تړاو افغان حکومت ویلي و، د پاکستان دا کار د بریتانوي هند او افغانستان ترمنځ په (۱۹۲۱) میلادي کال کې د شویو هوکړو خلاف عمل دی.
افغان حکومت ویلي، په قبایلي سیمو کې د پاکستاني پوځ لاسوهنو په اړه یې خپلې جدي اندبښنې وخت پر وخت له نړیوالې ټولنې سره شریکې کړې.
د فاټا قانون پاکستان ته اجازه ورکوي، څو قبایلي سیمې چې له لومړي سره آزادې دي، رسماً د خپل هیواد برخه وګرځوي.
پاکستاني چارواکي داسې مهال د افغان حکومت دریځ ته توند غبرګون ښیي چې نن د حنیف اتمر په مشرۍ د افغان حکومت لوړپوړی پلاوی اسلام آباد ته تللی دی.




