تخار: د نمک آب ولسوالۍ د کانال نړیدلو خلکو ته ګڼې ستونزې جوړې کړې، انځورونه

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ غبرګولی ۶)

د تخار ولایت ځایي اوسیدونکي وایي ، چې د نمک آب ولسوالۍ د اوبو کانال چې د مالګې له کان څخه د بچ کیدلو په خاطر په لوړ لګښت رغول شوی و، اوس نړیدلی او یوځل بیا د سیند اوبه د مالګې له کان څخه تیریږي چې د خلکو باغونه او فصلونه یې له ګواښ سره مخ کړي.

ځایي اوسیدونکي وایی، د کانال دیوال له شګو او تیږو جوړ شوی و، او دا چې په اساسي توګه نه و رغول شوی، ونړیده.
د خلکو په خبره، د کانال د نړیدلو له امله اوبه د مالګې له کان سره ګډې شوې چې له امله یې ټول فصلونه وچ شوي او د څاریو لپاره د څښاک اوبه له نشت سره مخ شوې دي.

 

نمک آب ولسوالۍ د مالګې غر

د نمک آب ولسوالۍ اوسېدونکو ګواښ کړی چې که له کانه د سيند اوبو خوندي پاتې کېدو لپاره کار و نه شي، دوی به د کان د استخراج مخه و نيسي.
د نهرسعید سیمې خلک وایي، ورغلو انجینیرانو د کانال جوړونې معمولي کار ترسره کړی، کانال کوچنی جوړ شوی او کله چې اوبه زیاتې شوې دیوالونه یې ونړیدل .

د تخار ولايت د اوبو د تنظيم رييس انجنير محمد سالم اکبر وايي،دا پروژه په ازمایښتي ډول پیل شوې وه او په پام کې وه چې د سیمې شاوخوا ۲۰ زره جریبه ځمکه ترې خړوبه شي چې په خبره یې پر دې پروژه د اسيا پرمختيايي بانک ۵۶ ميليونه افغانۍ لګښت راغلی دى.

یاد ریاست د کانال د ویجاړۍ مسؤل قراردادي شرکت بولي او زیاتوي چې حکومت ته لا د پروژې مسؤلیت نه دی سپارل شوی.

نمک آب

هغه د پژواک اژانس ته ویلي “ د پروژې قرارداد دا ډول و، چې د تيږو او خاورو په مټ کار شوی وای، خو د مالګې کان د ځېنو برخو په را ښويېدو سره کانال هم ويجاړ شو او سمه پايله يې نه درلوده“
د یاد کانال د رغونې چارې په ۱۳۹۵ کال کې پیل شوې چې شاوخوا ۶ میاشتې کیږي رغول شوی و او اوس د اوبو د زیات فشار له امله بیرته نړیدلی دی.

نمک آب کانال

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button