تبصره
د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندق یا یونیسف په هېواد کې د ماشومانو د زده کړې په اړه راپور خپور کړی، چې پکې یې په ښکاره توګه ویلي اوس په افغانستان کې د بېلابېلو لاملونو له کبله درې نیم میلیونه ماشومان له زده کړو محروم دي.
په افغانستان کې د اروپايي ټولنې اړوند د څار بنسټونه ځینې وخت په خپلو راپورونو کې څرګنده کړي چې د طالبانو په صفونو او هم په افغان پوځ کې د کم عمر ماشومان لیدل کېږي.
که څه هم طالبانو او افغان حکومت دا ډول راپورونه بې بنسټه بللي، خو عام ذهنیت دا دی چې د حکومت له ناکامیو یوه ناکامي دا ده چې څه سیمې د حکومت له کنټروله وتلې، ښوونځي یې ړنګ یا تړلي، او څه د جګړې لومړۍ کرښې دي، چې په دواړو صورتونو کې د هېواد ماشومان له زده کړو محروم دي.
د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق يا “یونیسف” په هېواد کې د ماشومانو په اړه په خپور کړي راپور کې ویلي، دا مهال د افغانستان په بېلابیلو ولایاتو کې سم نيمايي کم عمره ماشومان ښوونځي ته نه پرېښوول کېږي او يا د ورپېښو مجبوريو له امله ترې زده کړې پاتې دي.
که څه هم، دمخه هم افغانستان د ښوونې په اړه یو وروسته پاتی هېواد ؤ، خو پر افغانستان د امریکا له یرغل راوروسته چې جګړې، بمبارۍ، کورونه پرېښودل، په جګړو کې د ښوونځیو له منځه تلل او داسې نور لاملونه نور هم پسې زیات شوا چې ځوان نسل یې له زده کړې محروم کړ. څه یې بهرنیو هېوادونو تللو ته اړ کړ او څه یې د جګړو لیکو ته په تلو اړ شول، چې له زده کړو د افغان ماشومانو محرومتیا ورځ په ورځ په مخ په زیاتېدو ده.
په ځانګړې توګه په هغو سیمو کې چې زیاتې جګړې پکې روانې دي، د ماشومانوله زده کړې محرومتیا ترڅنګ فقر، بې کاري، ناامني، په حکومت کې په پراخه کچه فساد هغه څه دي چې حکومت یې له سختو ستونزو سره مخ کړی او ناکامي یې په ډاګه کوي.
په هېواد کې د درې نیم یا درې عشاریه اووه میلیونو ماشومان له زده کړې د محرومتیا یو لامل دا هم دی چې د پولیسو په څېر په حکومت کې په لوړه کچه اشخاصو په یو شمېر ولایاتو کې خیالي ښوونځی جوړ کړي دي. په هغو سیمو کې چې د ښوونې او روزنې د چارواکو په ملتیا یو شمېر چارواکو خیالي ښوونځي جوړ کړي او په یو شمېر ولایاتو کې بیا ښوونځیو کې استادانو ته د معاشونو، نه ورکړه او د کتابونو نه شتون هغه څه دي چې ماشومان یې له زده کړو محروم کړي.
غربت، ناامني، د ښوونځیو نه شتون او استادانو ته د معاشاتو نه ورکړه په هېواد کې یو ستر ناورین او د حکومت نه جبران کېدونکي ناکامي ده، چې افغان ولس به له نورو بدبختیو سره هم مخ کړي.
د موجوده حکومت د نااهلۍ او ناکامۍ له امله به ولس ته هر ډول تاوان جبیره شي خو د راتلونکي نسل له زده کړې محرومتیا هغه څه دي چې بیا یې جبران یا ازاله نه شي کېدای.
له یوې خوا د هېواد په ۲۲ ولایاتو کې د جګړې دوام او له بلې خوا په کابل او د ولایاتو په ښاري سیمو کې په ښوونځیو کې د نصاب ستونزه هغه څه دي چې له زده کړې څخه د ماشومانو د محرومتیا کچه نوره هم پسې لوړه کړي.


















