ننګرهار: د داعش ګواښونو له کبله لسګونه ښوونځي تړل شوي دي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، غبرګولی ۱۵) د ننګرهار ولايت د پوهنې رياست مسئولين وايي، په دغه ولايت کې يې د کلنۍ رخصتيو له رارسېدو وړاندې سلګونه ښوونځي تړلي ځکه په وينا يې داعش ډلې ورته ګواښونه کول.

د ننګرهار د پوهنې رياست مطبوعاتي مسوول محمد اصف شینواري رسنيو ته وويل، په ځينو ښوونځيو کې د کلنۍ ازموينې مضامين هم پاتې دي خو زياتوي چې  د ( غبرګولي له ۱۵ مې) د ممکنه خطر له امله ازموينې ځنډول شوي او د انجونو او هلکانو د تودو سیمو ټول ښوونځي رخصت شوي دي.

د ځايي رسنيو د راپورونو له مخې، د تېرې شنبې په ورځ د داعش راډيو په ننګرهار کې په ښوونځيو د بريدونو ګواښونه کړي او تازه د هغوی له لوري په يوه اعلاميه کې راغلي، (ځکه پر ښوونځيو بريدونه کوي چې بهرنيو ځواکونو په هسکه مېنه او ځينو نورو ولسوالیو کې د خپلو بريدونو پر وخت ملکي وګړي او دغلته د بهرنيانو کورنۍ په نښه کوي.)

په عين حال کې نن سهار مهال د غني خيلو ولسوالۍ د شيرګړ د نجونو په ښوونځي کې چاودنه شوې خو چاته پکې زيان نه دی اوښتي.

څو مياشتې مخکې په ننګرهار کې د حکومت او داعش تر واک لاندې سيمو کې ښوونځي وسوځول شول چې د ځايي سرچينو پر اساس په دغه سوځونه کې د سيمې د معارف کسان او محلي چارواکي ککړ ښودل شوي و.

ډير کله حکومتي سرچينو د هېواد په ځينو سيمو کې د ښوونځيو سوځول د طالبانو کار بللی خو طالبانو هر ځل د چارواکو دغه ډول ادعاوې رد کړي وايي، طالبان تر خپل واک لاندې سيمو کې ټول ښوونځي پرانيستي او د هغوی نظارت او څارنه کوي ترڅو ښوونکي په تدريسي چارو کې ناغيړي ونه کړي.

داعش ډله له تېرو درو کلونو راهيسې د ننګرهار په شاوخوا پنځو ولسواليو کې فعالیت او وسله وال بريدونه کوي چې ډيری وخت يې په حملو کې ملکي خلکو ته ځاني او مالي زيانونه اوړي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button