سناتوران: راتلونکې ټاکنې يواځې د ارګ او سپيدار ماڼۍ تر منځ دي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، غبرګولی ۱۵) د مشرانو جرګې سناتوران وايي، راتلونکې ټاکنې به له پراخو درغليو ډکې او يواځې د دوو ډلو تر منځ چې ارګ او سپيدار ماڼۍ دي ترسره کېږي.

د مشرانو جرګې غړی رحمت الله اڅکزی وايي، دا ځل ټاکنې يواځې د اجرائيه مشر عبدالله او ډاکټرغني تر منځ کېږي زياتوي ښايي يوه نيمه چوکۍ پکې حکمتيار ته هم ورکړل شي.

د اڅکزي په خبره، د ولسي جرګې څوکۍ سر اوسه وېشل شوي او يواځې هغه نوماند بريالی کېدلی شي چې د دواړو غاړو څخه له يوه سره يې معامله کړې وي ځکه راتلونکې ټاکنې به له پراخو درغليو ډکې وي او ازاد نوماند دې د بريا خوبونه نه ګوري.

د سناتورانو په وينا، په ټاکنو کې د درغليو ستر لامل د جعلي پېژندپاڼو ويشل دي چې حکومت او ډيری څارونکي بنسټونه پرې خبر دي خو هيڅوک يې د مخنيوي لپاره اقدام نه کوي.

سناتورانو راتلونکې ټاکنې له درغليو ډکې او د تاریخ تر ټولو غير شفافې ټاکنې وبللې زياتوي چې سر له اوسه په ټاکنو کې اويا سلنه درغلۍ روانې دي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button