د هند يوې پوځي الوتکې سقوط کړی دی

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، غبرګولی ۱۵) د راپورونو له مخې، د هندوستان د هوايي ځواک اړوند يوې پوځي تعليمي الوتکې د ګوجرات په کوچ دښته کې سقوط کړی دی.

د هند د پوځ يوه چارواکي د فرانسې خبري اژانس ته ويلي، د الوتکې د لوېدو له کبله پيلوټ “سنجی چوهان” وژل شوی او الوتکه ويجاړه شوی دی.

د هغه په وينا، تر اوسه د الوتکې د نسکورېدو لامل نه دی په ډاګه شوی خو زياتوي چې څېړنې روانې دي ترڅو د يادې الوتکې د سقوط لامل ښکاره شي.

تېره مياشت هم د چين پولې ته څېرمه د يوې هندۍ الوتکې د نسکورېدو پېښه کې دوه پيلوټانو ژوند له لاسه ورکړی و.

د راپورونو پر بنسټ، له تېرو شپږو کلونو راهيسې د هندوستان له دېرشو زياتې الوتکې نسکورې شوي چې ستر لامل يې د الوتکو زوړ والی ښودل شوی دی.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button