ایران ته د جاسوسۍ په تور يو اسرايیلی وزير نيول شوی دی

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، غبرګولی ۲۹) د اسراييلو د کورني امنيت اداره وايي، د دغه هېواد يو تن پخوانی وزير ایران ته د جاسوسۍ په تور نيول شوی دی.

د کورني امنيت ادارې ويلي، ګونن سيګيف چې له ۱۹۹۵ تر ۱۹۹۶ د اوبو او انرژۍ وزير پاتې شوی په ۲۰۱۲م کال کې يې په نایجيريا کې له ايراني چارواکو سره کتلي او دوه ځلې ايران ته هم تللی دی.

د يادې ادارې له لوري په خپره کړې اعلاميه کې راغلي: سيګيف تهران ته د “انرژۍ، اسراییل کې د امنیتي ځایونو او د سیاسي او امنیتي بنسټونو د چارواکو په اړه معلومات ورکړي دي”.

سيګيف چې ۶۲ کاله عمر لري پرې تور دی چې ايراني استخباراتو ته يې ځينې استازي د سوداګرو په توګه ورپېژندلي و.

د کورني امنيت ادارې ويلي، نوموړی تېره مياشت له نايجريا اسرائيلو ته د ستنېدو پر مهال ونيول شو او اوسمهال ترې پوښتنې روانې دي.

د اسراييلي رسنيو د راپورونو له مخې، ګونن سيګيف په ۲۰۰۵کال کې د نشه يي توکو د قاچاق او جعلي سياسي پاسپورټونو د لرلو په تور په پنځه کلونو بند هم محکوم شوی و.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button