ملي امنيت ځواکونو هرات ښار کې درې ملکيان په ډزو وژلي دي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، غبرګولی ۲۹) د هرات امنيتي مسئولين وايي، د ملي امنيت ځواکونو په ډزو  هرات ښار کې څلورو ملکيانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د هرات د پوليسو وياند عبدالاحد ولي زاده وايي، په يادو کسانو هغه مهال د ملي امنيت عسکرو ډزې وکړې چې موټر يې د پلټنې پوستې ته ونه درواه.

د ولي زاده په خبره، د ملي امنيت عسکرو په ډزو درې تنه وژل شوي او يو تن سخت ټپي شوی دی.

نوموړی وايي، په يادو کسانو کې يو تن د ملي امنيت ادارې ته مطلوب و او په ځينو جرمي پېښو ککړ و.

د هرات د حوزوي روغتون ویاند تاييدوي چې د پېښې له ځای څخه درې تنه جسدونه او ټپي روغتون ته وروړل شوي دي.

دا لومړی ځل نه دی، چې د پوليسو له لوري په عامو خلکو ډزې کېږي بلکې تر دې مخکې هم د هېواد په بېلابېلو سيمو کې د ولسي خلکو پر موټرو ډزې شوي او ډیری موټرچلوونکي عسکرو ته د پيسو نه ورکولو پر وخت پر ډزو وژل شوي دي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button