اتمر،ستانکزی او برمک یوځل بیا اسلام آباد ته تللي
(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ غبرګولی ۲۹)
په داسې حال کې چې د کابل او اسلام آباد اړیکې تر بل هر وخت نږدې شوې او د استخباراتي معلوماتو د شریکولو د تړون سربیره یې ګڼ شمیر خپل منځي تفاهمونه لاسلیک کړي، ارګ یوځل بیا اسلام آباد ته لوړپوړی پلاوی لیږلی.
د ارګ سرچینې وایي؛ چې نن سهار د کورنیو چارو وزیر اویس احمد برمک، د ملي امنیت رئیس معصوم ستانکزی او د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار حنیف اتمر پاکستان ته تللي.
ارګ ویلي، درۍ واړه مشران به د ګډ امنیت په هڅو د وسلوالو سره دسولییز تفاهم درا منځته کولو او یو شمیر نورو برخو کې خبرې اترې وکړي.
دا په تیرو دو اونیو کې د یادو افغان چارواکو دوهم سفر دی چې اسلام آباد ته یې کوي.
باید وویل شي چې یوه اونۍ وړاندې د پاکستان د پوځ لوی درستیز هم کابل ته راغلی و چې ډاکټر غني ورسره د استخباراتي مالوماتو د شریکولو تړون په ګډون ګڼ شمیر هوکړې وکړې.
د تړون تر لاسلیک اونۍ وروسته په کونړ کې د پاکستاني طالبانو قوماندان ملا فضل الله په نښه شو چې د ځای ځایګي د معلومولو پړه یې افغان ولسمشر په غاړه واخیسته او پاکستاني پوځ ته یې د نوموړي د وژل کیدو مبارکي هم ورکړه.
شنونکي وایي؛ ښایي اتمر او ملګري یې په دې سفر کې له پاکستان څخه وغواړي، ترڅو وسلوال طالبان اړ کړي چې د اوربند موده نوره هم تمدید کړي، هغه څه چې د لویدیځو رسنیو د خبر تر مخه، له پاکستان څخه یې هیله ناشونې ده او د وسلوالو د ملاتړ په هکله هغه ګمان چې پر دې هیواد کیږي، بې اساسه دی.
لویدېځې رسنۍ وایي؛ طالبانو ثابته کړه چې د دوی پر خوځښت هیڅ کوم هیواد اثر نه لري او په خپله کاملاً مستقله تګلاره او رڼه پالیسي لري چې تل یې د خبرو لپاره خپله مرجع د قطر دفتر ټاکلی دی.
باید وویل شي چې کابل او اسلام آباد په دې وروستیو تر بل هر وخت ډیر سره نږدې شوي او د استخباراتي معلوماتو د شریکولو، د ډیورند پر فرضي کرښه د وسلوالو پر ضد د عملیاتو د پیل او ګڼ نور تړونونه چې لا هم نه دي رسنیز شوي تر سره کړي



