د غور والي (سیما جوینده) له ولایت لرې، او د کابل د والي مرستیاله اعلان شوه

کابل ټکی کام احمدالله مهاجر
د افغانستان د سیمه ییزو ارګانونو ادارې اعلان کړه چې ولسمشر غني فرمان صادر کړی دی چې غور والي سیما جوینده دې له خپلې دندې لرې او د کابل د والي د مرستیالې په توګه دې په کار وګمارل شي، د ولسمشر د فرمان د اجراء په موخه سیما جوینده له خپلې لرې کړل شوې او د کابل د ولایت د والي د مرستیالې په توګه په کار کمارل شوې ده.
د افغانستان د سیمه ییزو ارګانونو ادارې ویانده منیره یوسفزاده رسنیو ته ویلي دي، تر اوسه پورې د جوینده پر ځای د غور ولایت لپاره بل والي نه دی ټاکل شوی، دې زیاته کړه چې اوسمهال د ولایت دنده د مرستیال والي په غاړه ده.
آغلې جوینده په ۱۳۵۱م کال په چغچران(فیروز کوه) کې زېږېدلې ده، او د لیسانس تر کچې یې زدکړې کړي دي، آغلې جوینده په لومړیو کې د ښوونکې په توګه هم دنده اجراء کړې ده.
د روان کال د چنګاښ د میاشتې په لومړیو کې د ولسمشر غني له لورې د غور ولایت والي وټاکل شوه.
د جویندې د ولایت د والي په حیث دنده د علماوو سخته غندلې وه او له لمړي سره د علماوو شوراء او یو شمېر نورو مخورو مخالفت کاوو، چې جویندې خپله هم رسنیو ته وویل پدې اړه ویلي وو«یو شمېر کسان دي چې له ښځو سره ضد لري او په د غور ولایت د ځمکو غاصبین نوموړې په مرګ ګواښي.»
د یادونې وړ ده چې له دې وړاندې معصومه مرادي د حکومت له لورې د دایکندي ولایت د والي په توګه دنده درلوده.
ویل کیږي چې جوینده د دغه حکومت دویمه ښځه ده چې د ولایت دنده یې درلودله.



