د ښځینه موټروانانو د نه حجاب په وجه ایران په زرګونه موټر توقیف کړي دي
کابل ټکی کام فرید احمد
د ایران د ترافیکو پولیس وایي، د مارچ د میاشتې راپدیخوا ایران په زرګونه هغه موټر په خپلو توقیف خانو کې درولي دي، چې په موټر کې ناستو ښځو د ایران د قانون سره سم شرعي حجاب نه وو مرعات کړی.
«د تیرو اتو میاشتو راپدیخوا د ایران حکومت ۴۰۰۰۰ موټر پدې جرم نیولي دي چې په موټر کې ناستو زنانه وو شرعي حجاب نه واغوستی.» دا خبرې جنرال تیمور حسیني له آی ایس ان اې خبري چینل سره کړي دي.
ښاغلی حسیني وايي: «په اکثر مسایلو کې موټرونه په توقیف خانو کې درول شوي دي او دا موضوع بیا محکمې ته تللې ده تر څوهغوی فیصله وکړي، او په بعضو مواردو کې بیا خبره نقدي جریمې او یا تر اخطار پورې حل شوې ده او د موټر پریښودل شوی دی.»
د نوامبر په میاشت کې پولیسو په ایران کې ټولو ښځو ته دا خبره اعلان کړه چې د سفر په وخت دې شرعي حجاب مراعات کړی شي کنه نو موټر به یې د یوې هفتې پورې توقیف شي.
په توقیف شویو موترونو کې د نارینه وو موټر هم شامل دي چې د هغوی په موټر کې ښځينه وو شرعي حجاب نه وو مراعات کړی.
د ایران د قانون له مخې په ایران کې هره ښځينه وکړې که خارجي وي او یا ایراني مجبوره ده چې شرعي حجاب واغوندي.
که څه هم د ۱۹۹۰ کال راپدیخوا په ایران کې د ښځو د حجاب په اړه سستوالۍ راغلی دی خو بیا هم د ایران حکومت غواړي ددوی د قانون سره سم ښځې سر او غاړه پټه کړي

په ایران کې اوس ښځې ډير ماډرن حجابونه اغوندي، رنګینه کوټونه او سر پټونۍ اغوندي، برسیره پر دې همدا رنګه دوی اوس ډير تنګ او پیشرفته پتلونونه هم اغوندي، که څه هم په ایران کې اوسنۍ حجاب شرعي ندی خو د ایران حکومت یې عملي کونه لازمي ګرځولې ده.
په ایران کې باقاعده د دوی د قانون سره سم امربالمعروف او نهی عن المنکر پولیس ګرځي ترڅو هغه ښځې ونیسي چې ددوی په وینا شرعي حجاب یې په تن نه وي.
په ایران کې د سپي ګرځول، په اوچت اواز سره سندرې غږول، موټر ته تورې شیشې لګول په سرکونو باندې انجونې ځورول هر نارینه او ښځينه لپاره جرم دی.
تیره میاشت په ایران کې یوه ښځه چې شرعي حجاب یې نه و مراعات کړی ۲۶۰ ډالره جریمه شوه.



