ننګرهار: ميله کې چاودنې نهه کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، چنګاښ ۱۴) د ننګرهار ولایت په خوږياڼو ولسوالۍ کې د يوې سيمه کې ميلې پر مهال چاودنې لسو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
چاودنه د یادې ولسوالۍ اړوند د نکړخيلو ډنډو سيمې د پنجشبې ورځې په ميله کې شوې ده.
د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼی پېښه تاييدوي وايي، چاودنه د يوه طالب قومندان پر موټر شوې چې د هغه په ګډون پکې څلور تنه وژل شوي دي.
ځايي اوسېدونکي وايي، په چاودنه کې څلور ملکي وګړي هم ټپيان شوي دي.
د چاودنې پړه چا په غاړه نه ده اخيستې.
تر دې وړاندې هم په ياده سيمه کې د طالبانو پر موټرو چاودنې شوي چې ځايي طالب سرچينې يې د حکومتي استخباراتي ادارو او داعش ډلې کار ګڼي.
تر اوسه طالبانو په چاودنه کې د خپلو پلويانو د وژل کېدو په اړه څه نه دي ويلي.



