(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، چنګاښ ۲۰) اذربایجان افغانستان ته د جګړې لپاره د اضافي عسکرو يوه ډله رالېږلې ده.
رسنيو د اذربايجان د دفاع وزارت له قوله ويلي، چې دغه عسکر به د غوڅ ملاتړ ماموريت په چوکاټ کې په افغانستان کې دنده پر مخ وړي.
سرچينې ويلي، د اذربایجان هېواد ځواکونو يوه ډله چې شمير يې نه دی په ډاګه شوی نن سهار افغانستان ته استول شوي دي.
د روان ۲۰۱۸م کال په اپريل مياشت کې د اذربایجان دفاع وزارت افغانستان ته د ۵۲ اضافي عسکرو د لېږلو ژمنه کړې وه.
د معلوماتو له مخې، اذربایجان دا مهال په په افغانستان کې ۱۲۰ عسکر لري او د نويو ځواکونو په راتللو سره به يې شمير نږدې دوه سوه ته پورته شي.
اذربایجان له ۲۰۰۲م کال راهيسې په افغانستان کې خپل پوځيان ديره کړي چې افغان ځواکونو، د هغو د ملاتړ تر څنګ په ځينو عملياتو کې هم برخه اخلي.
ويل کېږي، افغانستان ته د ناټو ځواکونو څلوېښت سلنه اکمالات د اذربایجان له لارې ترسره کېږي.
څه موده مخکې امريکا د ناټو هېوادونو له غړو غوښتي و چې افغانستان ته اضافي سرتيري ولېږي.
په عين حال کې د برتانيا لومړۍ وزير تېرېزامې ويلي چې افغانستان ته به ۴۴۰ اضافي عسکر واستوي چې ورسره به د برتانيانيي ځواکونو شمير ۱۰۹۰ عسکرو ته پورته شي.
د امريکا د ملي امنيت يوه چارواکي ويلي، په بروکسل کې د ناټو په غونډه کې به امريکا ډير تمرکز په دې وي چې څنګه متحدين دېته وهڅوي چې افغاستان ته اضافي عسکر ولېږي.
د شنونکو په باور، افغان جګړه د بهرنيو عسکرو په ډېرېدلو سره نه شي ختمېدلی بلکې د يادې جګړې د پای ته رسېدو لپاره اساسي لارې لټول پکار دي، ځکه طالبان وايي ترڅو چې په هېواد بهرني ځواکونه ميشت وي دوی به خپلې جګړې ته دوام ورکوي.


















