(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ چنګاښ ۲۰)
له تمې سره سم د سعودي په جده ښار کې د علماؤ په نوم د ورغوښتل شوې غونډې پریکړه لیک خپور شو.
پریکړه لیک د امریکا جنګي او پوځي حضور ته له کومې صریح یا ضمني اشارې پرته پر سوله تینګار کړی او د مسلمانانو وژل پکې ناروا بلل شوې.
پریکړه لیک کې د امریکایانو او د هغوی د ملاتړو افغان ځواکونو پرضد جګړه غندل شوې او ویل شوي
“ هغه څه چې افغانستان کې روان دي د اسلام د اصولو او اساساتو سره په مخالفت کې دي همدارنګه دغه کړنې د اسلامي ټولنې د يو والي او خونديتوب خلاف عمل دي“
پریکړه لیک کې د ملکیانو په نښه کول هم ناروا بلل شوي او زیاته شوې
“ د افغانستان خلک مسلمانان دي، وژل یې ناروا دي د سولې او امنيت تږي دي. دمسلمان وينه تويول حرام دي”
په پریکړه لیک کې پر بین الافغاني مذاکراتو ټینګار شوی او د جګړې له بهرنی عامل ، چې طالبان ورسره مذاکراتو ته ترجیح ورکوي کوم التفات نه دی شوی.
په یاد پریکړه لیک کې د اشرف غنی له خوا طالبانو ته د سولې د شي وړاندیز هرکلی شوی او په دې برخه کې د حکومت پلوه ملایانو هڅې ستایل شوې.
پریکړه لیک کې د امریکایي ځواکونو عملیاتو، بمباریو او د بهرنیو ځواکونو د زیاتوالي په اړه چې سبا به د ناټو په سرمشریزه کې اعلان شي، کومه اشاره نه ده شوې.
















