یکشنبه, اپریل 19, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home مقالې

آیا ډاکټر شفیق رښتیا وایی او که په غبرګو ړوند دی؟

عبد الله صديقي نشرونکی: عبد الله صديقي
جولای 11, 2018
کټګوریانې: مقالې, مهم
0
604
ځلې شریک شوی
189
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

په جده کې د ډاکټر شفیق ژړا که د تمساح اوښکې؟؟؟

آصف الله آصفي
ډاکټر شفیق صمیم چې د عالي تحصیلاتو وزارت د معینیت اسلامي معین دی څه موده وړاندې یې په کابل هم د امریکا د سفارت په مستقیمه لارښوونه د دیني عالمانو یوه جعلي غونډه رابللې وه، چې ملیونونه افغانۍ یې پکې ترلاسه کړې، خو قرباني یې هم ورکړه او هغه دا چې یو ورور یې هم د ځانمرګي برید ښکار شو او آخرت ته تش لاس ولاړ.
شفیق صمیم نه له خپل علم نه چې په شرعیاتو کې یې دکتورا اخیستې عبرت واخیست او نه یې د خپل ورور له مرګه، د فنا کیدونکې دنیا په خوند کې دومره ډوب او مست دی چې د عقل سترګې یې په غبرګو ړندې شوې.
تیره ورځ یې په ریاض کې د دینی علماو په غونډه کې د خپلې وینا په ترڅ په ژړغوني حالت کې وویل چې: ((په افغانستان کې کوم داسې څه شته چې د اسلام مخالف دی؟؟؟؟)) او له دې جملې سره په ژړا هم شو.
درنو لوستونکو!
د شفیق د دې خبرې د ځواب قضاوت به تاسې ته پریږدو؟
په مصریانو کې یو متل دی چی وایی: خلینا واقعیین.
یعنې باید په واقعیت سره وغږیږو.
آیا دا اوس حقیقت او واقعیت دی چی په افغانستان کې هیڅ داسې څه نشته چې د اسلام مخالف وی؟ آیا سره له دې چې په شرعیاتو کې څوک دکتورا یا د ډاکټرۍ رتبه ولري، د اسلام مخالف څه نه ويني؟ آیا دا واقعیت دی؟ او حقیقت دی؟ کنه؟ ډاکټر په غبرګو ړوند دی.
راځۍ چې ډاکټر شفیق ته هغه واقعیتونه چې سره له علمه یې پرې سترګې پټې کړې مونږ یې ورته په مخ کې کیږدو:
آیا امریکایانو د افغانانو له کورنو ښځی په زور ونه ویستې او په هلیکوپترو کې یې خپلو بیزونو ته ونه لیږدولې؟
ایا د قرآن کریم بې حرمتي په مکرر ډول ونکړه؟
ایا په بیزونو کې یې فاحشه خانی ندی جوړې کړي او له افغاني نجونو سره زناګانې نه دی روانی؟
آیا دموکراسي یې په افغانستان کې د اسلام پر ځای حاکمه نکړه، آیا دموکراسي د اسلام سره په ټکر کې دنده؟
آیا د امریکایی فوځیانو (یهودو او نصاراو) وجود په افغانستان کې د اسلام مخالف ندی؟
ایا د کابل په ښار او نورو ښارونو کې د USAID لخوا په سترو لوحو اعلانونه تر اوسه ځړیدلی ندی چې د ښایسته افغانی پیغلو انځورونو سره یې یو ځای پکې یې لیکلی دی چې خپل بخت وازمایاست، د هغو پیغلو چې عمر یې له 14 کلنۍ تر 25 کلني پورې وي USID سره تماس ونیسئ او د رشد او استعداد زمینه ترلاسه کړئ؟ آیا دا کار د اسلام سره په ټکر کې ندي؟
په لکونو افغاني پیغلي په مؤسساتو او له فحشا ډکو هوټلونو کې د کار او وظیفي په نوم ندی جذب شوي؟ آیا دا د اسلام په سره په ټکر کي کار ندی؟
ایا د امریکا او نورو غربي هیوادونو په سفارتونو کې د وظیفو په نوم افغانۍ پیغلې ډله ډله تګ راتګ نلری؟
ایا شپه او ورځ په تلویزیونو کې نیمه بربنډې رقاصې چې نڅاوی کوی لکه آریانا سعید، او نورې شفیق صیب نه ویني؟ آیا سترګې یې کار نه کوی که په غبرګو ړوند دی؟، آیا د خدای د دی قول مصداق ندی ګرځیدلی چی لهم اعین لا یبصرون بها. سترګي لري خو لیدل پري نه کوي.
آیا ستاره افغان پروګرام د اسلام مخالف پروګرام نه دی؟ ایا ډاکټر صیب شفیق په غبرګو ړوند دی له ستاره افغان نه خبر قدری هم ندی؟
آیا افغاني پیغلې بهرنیو هیوادونو ته د پیلوټۍ او نورو نظامی زده کړو لپاره ډلې ډلې نه استول کیږي؟ آیا امریکایی نارینه جنرالان افغاني نجونو ته نظامي ضبط او پروت نه ورکوي؟ آیا دا د اسلام سره په ټکر کي کارونه نه دي؟ ایا د روباط د زده کړې لپاره یوه ډله پیغلې نورو هیوادونو ته پرته له محرمه وانه استول شوي؟ آیا دا د اسلام سره په ټکر کې عمل نه دی؟ ایا هغوی سره هیڅوک کار نه لری؟ عیاش او فحاش غرب کې به هغوی په امن کې پاک لمني پاتي شی؟
ایا مفسدو نظامي جنرالان وخت ناوخت پر نجونو جنسي تجاوزات ندی کړي؟ آیا د سیګار هغه راپور د شفیق له سترګو پټ پاتی شوی چی ویلی وو نظامي جنرالان د هغو ملی اردو عسکرو پر میرمنو تجاوز کوی چی په جګړه کې وژل شوی دی او د مرستو لپاره ورته مراجعه کوي.
آیا د سیګار هغه راپور یې هم هیر شو چې ویلي وو، افغانی نظامی قومندانان په خپلو بیزونو او مرکزونو کې افغانی هلکانو سره لواطت کوی او چیغی یې زمونږ سرتیری اوري خو دا د دی حکومت خپل کلتور دی مونږ پکی د مداخلی حق نه لرو.
آیا پر مسجدونو او مدرسو امریکایانو په مکرر ډول یرغلونه ونکړل؟ ایا دا د اسلام سره په ټکر کی کارونه ندي، ایا په نیمه شپه د محکمې له اجازې پرته د افغانانو پر کورونو وراوښتل د اسلام سره په ټکر کی کارونه ندي ؟
آیا په تلویزیونونو کې د فاحشو سریالونو په خپرولو سره زمونږ ټولنه د فحشا په لور روانه نده؟ آیا دا د اسلام سره په ټکر کی کار نه دی؟
ایا بې دینه خلکو ته روښانفکر ویل د اسلام سره په ټکر کې نه دی؟ او اسلامی فکر لرونکو ته روښانفکر نه ویل څه معنی لری؟
ایا تاسې هغه فلمونه ندی کتلی چې په ټولنیزو رسنیو کې خپاره شوی، چې د امریکایانو په مرکزونو کې بد اخلاقه افغاني ښځي له امریکایی فوځیانو سره په کوم حالت کی لیدل کیږي؟ آیا دا د اسلام سره په ټکر کی کارونه ندی؟
نو اوس دې لوستونکی قضاوت وکړي چې د ډاکټر شفیق ژړا حقیقي ژړا ده او که د هسی د تمساح اوښکی تویول دي؟
او آیا ډاکټر شفیق واقعیت وایی او که د عقل سترګې یې په غبرګو ړوندې دي؟

دا هم ولولئ

هرمز تنګي کې هندي کښتۍ هدف ګرځېدلې

د سوډان جګړه؛ په خرطوم کې هوایي برید لسګونه کسان وژلي

ولسمشر ټرمپ د ایراني ځواکونو ستاینه کړې او ولس یې هوښيار ګڼلي

لوی ټکي: جدهسوله
مخکینې مطلب

د جدې غونډې پریکړه لیک د جګړې بهرني عامل ته له اشارې پرته خپور شو

بل مطلب

جده کې د علماوو غونډې "د مکې اعلامیه" په نوم پریکړه لیک متن

ځانګړي مطالب

خبرونه

هرمز تنګي کې هندي کښتۍ هدف ګرځېدلې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
خبرونه

د سوډان جګړه؛ په خرطوم کې هوایي برید لسګونه کسان وژلي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
خبرونه

ولسمشر ټرمپ د ایراني ځواکونو ستاینه کړې او ولس یې هوښيار ګڼلي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
خبرونه

د ایران-امریکا شخړه؛هرمز تنګی یوځل بیا وتړل شو

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
خبرونه

حشدالشعبي: د لبنان اوربند د مقاومت د بریا نښه ده

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

جنوبي لبنان کې د نښتو پر مهال یو اسرائیلي سرتېری وژل شوی او ۵ تنه نور ټپیان شوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 19, 2026
0

بهرنیو چارو وزارت: افغانستان له نړيوالې ټولنې سره دایمي تعامل ته ژمن او د رغنده خبرو اترو ملاتړی دی

نشرونکی: ح جلال
اپریل 19, 2026
0

مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ له بېلابېلو لارو ۹۸۰ کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې 

نشرونکی: ح جلال
اپریل 19, 2026
0

تهران کې خبرې بې‌پایلې؛ ایران پر خپل دریځ ټینګ دی او قالیباف وايي پر امریکا هيڅ باور نه لري

نشرونکی: ح جلال
اپریل 19, 2026
0

نیویارک ټایمز: ایران لا هم د خپلو توغندیزو وړتیاوو لویه برخه ساتلې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 19, 2026
0

هرمز تنګي کې هندي کښتۍ هدف ګرځېدلې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

د سوډان جګړه؛ په خرطوم کې هوایي برید لسګونه کسان وژلي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

برېښنا شرکت: د عسقلان – دشت ارچي د ۲۲۰ کیلوولټ برېښنا مزي غځولو پروژه پیل شوه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

ولسمشر ټرمپ د ایراني ځواکونو ستاینه کړې او ولس یې هوښيار ګڼلي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

د ایران-امریکا شخړه؛هرمز تنګی یوځل بیا وتړل شو

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • هرمز تنګي کې هندي کښتۍ هدف ګرځېدلې

    13 شریک شوي
    شریکول 5 Tweet 3
  • د ایران-امریکا شخړه؛هرمز تنګی یوځل بیا وتړل شو

    12 شریک شوي
    شریکول 5 Tweet 3
  • ميرويس عزيزي: د تخار د ۱۶۵ ميګاواټه او د بغلان د ۳۵۰ ميګاواټه برېښنا دستګاوې افغانستان ته انتقال لپاره چمتو شوي

    23 شریک شوي
    شریکول 9 Tweet 6
  • ولسمشر ټرمپ د ایراني ځواکونو ستاینه کړې او ولس یې هوښيار ګڼلي

    11 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • امنيتي ځواکونو هلمند کې د قاچاق پر ضد عملیاتو کې زرګونه خښتې مس او طبي وسایل کشف او ضبط کړل

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

جنوبي لبنان کې د نښتو پر مهال یو اسرائیلي سرتېری وژل شوی او ۵ تنه نور ټپیان شوي

بهرنیو چارو وزارت: افغانستان له نړيوالې ټولنې سره دایمي تعامل ته ژمن او د رغنده خبرو اترو ملاتړی دی

مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ له بېلابېلو لارو ۹۸۰ کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې 

تهران کې خبرې بې‌پایلې؛ ایران پر خپل دریځ ټینګ دی او قالیباف وايي پر امریکا هيڅ باور نه لري

نیویارک ټایمز: ایران لا هم د خپلو توغندیزو وړتیاوو لویه برخه ساتلې

هرمز تنګي کې هندي کښتۍ هدف ګرځېدلې

د سوډان جګړه؛ په خرطوم کې هوایي برید لسګونه کسان وژلي

برېښنا شرکت: د عسقلان – دشت ارچي د ۲۲۰ کیلوولټ برېښنا مزي غځولو پروژه پیل شوه

ولسمشر ټرمپ د ایراني ځواکونو ستاینه کړې او ولس یې هوښيار ګڼلي

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com