یکشنبه, اپریل 19, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home خبرونه افغانستان

جده کې د علماوو غونډې “د مکې اعلامیه” په نوم پریکړه لیک متن

جنت ګل نشرونکی: جنت ګل
جولای 11, 2018
کټګوریانې: افغانستان, خبرونه
0
195
ځلې شریک شوی
115
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

د سعودي په جده ښار کې د علماؤ په نوم وربلل شوی دوه ورځنی کنفرانس پای ته ورسیده.
یاد کنفرانس کې د ۳۶ افغاني علماؤ په ګډون څه دپاسه ۱۰۰علماؤ ګډون کړی و.
علماؤ د غونډې په پای کې یو پریکړه لیک خپور کړ چې د بهرنیانو او افغان حکومت پر وړاندې د طالبانو جګړه ضمناً غندل شوې، پر بین الافغاني مذاکراتو ټینګار شوی او د بهرنیانو د پوځي حضور او د حکومت او بهرنیانو له خوا پر ولسي خلکو د شپنیو چاپو، بمباریو او ړندو عملیاتو ته هیڅ راز ضمني یا صریحي اشاره نه ده شوې.

د پریکړه لیک بشپړمتن

 

دا هم ولولئ

ټولګټو وزارت: د افغانستان د اوسپنې پټلۍ له لارې انتقالات ۳۹ سلنه زیات شوي

کندهار کې د ۲ میلیونه افغانیو په لګښت د برغني چکډم پروژه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

جنوبي لبنان کې د نښتو پر مهال یو اسرائیلي سرتېری وژل شوی او ۵ تنه نور ټپیان شوي

افغانستان کې د سولې او امنیت په اړه د اسلامي علماو نړیوال کنفرانس

مکه مکرمه-سعودي عربستان

۲۶-۲۷ شوال ۱۳۳۹ هـ، موافق ۱۰-۱۱جولای ۲۱۰۸م ۱۹/ سرطان ۱۳۹۷
د مکې اعلاميه
الحمد لله رب العالمين، والصلاة والسلام على سيد الأنبياء والمرسلين نبينا محمد وعلى آله وصحبه ومن استن بسنته واهتدى بهديه إلى يوم الدين، أما بعد:
د الله جل جلاله د اوامرو په پېروۍ کې ، چې په اسلامي ټولنه کې د امن او خونديتوب امر کوي ، د جنګ، جګړو او اختلاف د ختميدو غږ کوي. مسلمانان سولې ته را بلي. ټولو ته د حق پر کلمه د را ټوليدو ، د دښمنۍ او شخړو پر مهال اسلامي احکامو ته د رجوع کولو سپارښتنه کوي، همدې اصل ته په پام د اسلامي هيوادونو د همکارۍ سازمان افغانستان کې د سولې او امنيت په اړه د اسلامي علماو نړيوال کنفرانس تابيا وکړه دغه کنفرانس د سعودي عربستان په کوربه توب او د سعودي عربستان د پاچا جلالتماب ملک سلمان بن عبد العزيز د مشاور او د مکې امير خالد الفيصل په سخاوتمندانه مېلمه پالنې د جدې او مکې مکرمې په ښارونو کې د ۲۶-۲۷ شوال ۱۳۳۹ هـ، موافق ۱۰-۱۱جولای ۲۱۰۸م نېټه تر سره شو. د اسلامي هيوادونو د همکارۍ سازمان ځان ژمن ګڼي چې د غړو هيوادونو د ګټو د ساتلو ، په اسلامي ټولنو کې د خير ښيګڼې ، امنيت او د سولې او هوساينې لپاره د قران د ارشاداتو او نبوي سنتو سره سم عمل وکړي.
دا کنفرانس د اسلامي همکاریو سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو د غونډې پر اساس چې په ۲۰۱۳ کال کې د ګینیا دکونکري په ښار کې جوړه شوې وه او په بنګله دیش کې د بهرنیو چارو د وزیرانو په څلویښتمه ناسته کې چې د بنګله دیش په جمهوریت کې جوړه شوې وه، په تعقیب دایر شوی دی.
په کنفرانس کې ګډونوالو د افغان مسلمان ولس پر مشکلاتو بحثونه وکړل هلته يې د وينې تويدنې ، د بيګناه انسانانو د وژل کيدو او د افغانستان د اسلامي حکومت د وړتياو ننګول وڅيړل ، په داسې حالت کې چې پورته ذکر شوي کارونو هيڅ يو ته يې د اسلام حنيف دين اجازه نه ورکوي ، بلکې په اسلامي ټولنه کې د امن او سولې راوستل او مسلمانانو تر منځ سوله کول په ثابتو نصوصو سره واجب عمل دی او الله جل جلاله ته د نږدې کيدو تر ټولو لنډه لار ده .
د دې کانفراس ګډونوالو خپل پريکړه ليک په لاندې توګه صادروي
1. د افغانستان دولت یو اسلامي دولت دی، خلک يې مسلمانان دي، وژل یې ناروا دي د سولې او امنيت تږي دي. دمسلمان وينه تويول حرام دي او هغه څه چې افغانستان کې روان دي او هره ورځ بيګناه انسانان پکې وژل کيږي د اسلام د اصولو او اساساتو سره په مخالفت کې دي همدارنګه دغه کړنې د اسلامي ټولنې د يو والي او خونديتوب خلاف عمل دي. موږ په دې برخه کې له هيوادونو ، سازمانونو او فکري مسلمان قشر څخه غوښتنه کوو چې په افغانستان کې د امن او سولې په برخه کې خپل مثبت رول ولوبوي ، خپل ټول امکاناتو او نفوذ په کار واچوي څو دغه سپيڅلي هدف ته ورسيږو او د الله جل جلاله او د الله د رسول صلی الله علیه وسلم د ارادې سره سم په اسلامي هيوادونو کې باعزته ژوند ته لاره هواره کړو .
2. د قران کريم او نبوي احاديثو پر بنسټ اسلام د امن او رحمت دين دی ، او مومنان په خپلو منځو کې په مينه او محبت مامور دي، د، مسلمانانو وينه تويدنه ، مال او ناموس ته نږدې کيدل حرام دي ، موږ تاکيد کوو ، چې انتحاري بريدونه چې په پآيله کې يي بې ګناه خلک په نښه کيږي ، همدا رنګه د مسلمانانو ترمنځ خپلمنځي جګړې الله جل جلاله او د الله رسول صلی الله علیه وسلم په قطعي ثبوتونو او دلايلو سره حرامې ګرځولي دي ، الله جل جلاله فرمايي ﴿وَمَنْ يَقْتُلْ مُؤْمِنًا مُتَعَمِّدًا فَجَزَاؤُهُ جَهَنَّمُ خَالِدًا فِيهَا وَغَضِبَ اللَّهُ عَلَيْهِ وَلَعَنَهُ وَأَعَدَّ لَهُ عَذَابًا عَظِيمًا﴾ (سورة النساء آيت ۹۳).
ژباړه: او هر څوک چې بل مؤمن په قصد سره ووژني، نو د هغه سزا دوزخ دی چې په هغه کې به د تل لپاره استوګڼ وي، پر هغه د اللَّه غضب او لعنت دی او اللَّه د هغه لپاره لوی عذاب تيار کړيدی.
په همدې اساس موږ په افغانستان کې روانه جګړه غندو او له ټولو ښکيلو خواو غوښتنه کوو ، چې د الله جل جلاله امر ته غاړه کيږي ، جګړه دې ودروي ، د خپلو ورونو ترمنځ دې سوله وکړي او د فتنه د غه بل شوی اور دې مړ کړي. په همدې اساس موږ پر افغان حکومت او طالبانو پر تحريک غږ کوو چې اوربند ته غاړه کيږدي او مخامخ خبرو ته کيڼي.
3. د جګړه کوونکو مسلمانانو ترمنځ سوله کول تر ټولو ستر او نیک کار دی او الله جل جلاله ته د دنږدې کيدو تر ټولو مهمه وسيله ده ، ځکه وينه تویونه له کبيره ګناهونو څخه ده ، چې په پايله کې د مسلمانانو ترمنځ نفاق رامنځ ته کيږي، د مسلمانانو د صفوفو د ړنګيدو او د اسلامي امت د کمزوري کيدو او ټوټه کيدو ويره زياته وي ، موږ له مسلمانانو په عامه او له علماء په خاصه توګه غوښتنه کوو ، چې د اسلامي امت د وحدت او دين د ساتنې لپاره د تشدد او ترهګرۍ ته د دعوت کوونکو پر وړاندې په کلکه ودريږي
4. بین الافغاني خبرې اترې تر ټولو غوره لار ده چې د افغان حکومت او طالبانو د تحريک ترمنځ شته کشاله هواره کړي، د مسلمان افغانستان اوسنۍ قضيه بايد د تفاهم او مخامخ سوله ييزو خبرو اترو له لارې حل شي ، موږ په دې برخه کې د سولې د برياليتوب لپاره دافغانستان دعلماو ورستيو هڅو درناوی او ملاتړ کوي ، همدا رنګه د افغانستان د اسلامي جمهوريت د جمهور رئيس جلالتماب محمد اشرف غني دهغه وړانديز تائيد کوو ، چې د طالبانو تحريک ته يي پکې له قيد او شرط پرته د سولې د مخامخ خبرو بلنه ورکړې ، همدارنګه د دې وړاندېر پر بنسټ د طالبانو تحریک د يو سياسي ګوند په توګه عمل کولی شي . موږ له طالبانو غواړو چې د افغانستان اسلامي حکومت دغه وړانديز ته مثبت ځواب ووايي او هيله کوو چې نور له تاو تريخوالي لاس واخلي او جګړه ودروي او د خبرو اترو ميز ته حاضر شي. موږ تاکيد کوو ، هغه څه چې د اسلامي فهقې د ټولنې چې د اسلامي همکاريو د سازمان په اډانه کې کار کوي د (204-195) تاريخ (15-19محرم 1435هـ) يو ويشتمې ناستې د قرار په څلورمه ماده کې پر دې تاکيد شوي چې د 182(19/8) د قرار پر بنسټ سياسي اختلافات او سياسي کشمکشونه باید د خبرو اترو له لارې حل او فصل شي ، د حکومت ، ولس او مختلفو ګوندونو ترمنځ اړيکې بايد له تشدد ، وسلې کارونې څخه لرې وي همدارنګه له تعصب ، توکم پالنې او حزبې ګټې ته پر ملي ګټو ترجيح ورکولو څخه بايد ډډه وشي.
5. موږ د سعودي عربستان او خادم الحرمين الشريفين ملک سلمان بن عبد العزیز ال سعود او د هغه ولیعهد امیر محمد بن سلمان چې په ټوله نړۍ کې د مسلمانانو ترمنځ د قضایاو د حل لپاره هڅې کوي او دغه راز د کوربه توب او ځآنګړې پاملرنې او ټولو هڅو مننه کوو چې د دې کانفرانس د جوړيدو کې په برخه کې يي ترسره کړي موږ د خادم الحرمين الشريفين د هغه بيان ملاتړ کوو ، چې د اختر په ورځو کې يې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د اوربند هرکلی کړی وو او د دې اوربند د تمديد غوښتنه يې هم کړې وه ، موږ د سعودي عربستان د ټولو هڅو او عالي دريځ څخه ، چې په افغانستان کې د وينې تويدنې ، بيګناه انسانانو د ژوند د خونديتوب او د سولې خبرو اترو ته د فرصتونو د رامنځ ته کولو د هڅو او ټول هغه څه چې په دې هيواد کې دسولې او استقرار لامل کيږي درناوی کوو
6. موږ د اسلامي هيوادونو د همکارۍ د سازمان ټولو هڅو ته د قدر په سترګه ګورو چې د دې کنفرانس په ترسره کولو کې يي کړي دي موږ مننه کوو او هيله کوو چې د اسلامي هیوادونو د همکارۍ سازمان د افغانستان په اسلامي جمهوريت کې د سولې د رواستو لپاره خپل رغنده رول ته دوام ورکړي
7. موږ د اسلامي همکاریو د سازمان له سرمنشي څخه غوښتنه کوو چې د خادم الحرمین الشریفین ملک سلمان بن عبدالعزیز، جلالمتأب ولیعهد محمد بن سلمان د سعودي حکومت او خلکو ته د دې کنفرانس د ښه کوربه توب او سخاوتمندانه میلمه پالنې، عالي مدیریت او په افغانستان کې د سولې او ملي پخلاینې له امله رسمي مننه اوستاینه ورولیږي.

والله ولی التوفیق و هو الهادی الی سواء السبیل

لوی ټکي: د علماؤ پریکړه لیکسعودي غونډه
مخکینې مطلب

آیا ډاکټر شفیق رښتیا وایی او که په غبرګو ړوند دی؟

بل مطلب

ترکیه کې د جاسوسي او فحاشي په تور هارون یحیی او ملګري یې نیول شوي

ځانګړي مطالب

افغانستان

ټولګټو وزارت: د افغانستان د اوسپنې پټلۍ له لارې انتقالات ۳۹ سلنه زیات شوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 19, 2026
افغانستان

کندهار کې د ۲ میلیونه افغانیو په لګښت د برغني چکډم پروژه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 19, 2026
خبرونه

جنوبي لبنان کې د نښتو پر مهال یو اسرائیلي سرتېری وژل شوی او ۵ تنه نور ټپیان شوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 19, 2026
افغانستان

بهرنیو چارو وزارت: افغانستان له نړيوالې ټولنې سره دایمي تعامل ته ژمن او د رغنده خبرو اترو ملاتړی دی

نشرونکی: ح جلال
اپریل 19, 2026
افغانستان

مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ له بېلابېلو لارو ۹۸۰ کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې 

نشرونکی: ح جلال
اپریل 19, 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

ټولګټو وزارت: د افغانستان د اوسپنې پټلۍ له لارې انتقالات ۳۹ سلنه زیات شوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 19, 2026
0

کندهار کې د ۲ میلیونه افغانیو په لګښت د برغني چکډم پروژه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 19, 2026
0

جنوبي لبنان کې د نښتو پر مهال یو اسرائیلي سرتېری وژل شوی او ۵ تنه نور ټپیان شوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 19, 2026
0

بهرنیو چارو وزارت: افغانستان له نړيوالې ټولنې سره دایمي تعامل ته ژمن او د رغنده خبرو اترو ملاتړی دی

نشرونکی: ح جلال
اپریل 19, 2026
0

مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ له بېلابېلو لارو ۹۸۰ کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې 

نشرونکی: ح جلال
اپریل 19, 2026
0

تهران کې خبرې بې‌پایلې؛ ایران پر خپل دریځ ټینګ دی او قالیباف وايي پر امریکا هيڅ باور نه لري

نشرونکی: ح جلال
اپریل 19, 2026
0

نیویارک ټایمز: ایران لا هم د خپلو توغندیزو وړتیاوو لویه برخه ساتلې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 19, 2026
0

هرمز تنګي کې هندي کښتۍ هدف ګرځېدلې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

د سوډان جګړه؛ په خرطوم کې هوایي برید لسګونه کسان وژلي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

برېښنا شرکت: د عسقلان – دشت ارچي د ۲۲۰ کیلوولټ برېښنا مزي غځولو پروژه پیل شوه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • هرمز تنګي کې هندي کښتۍ هدف ګرځېدلې

    13 شریک شوي
    شریکول 5 Tweet 3
  • د ایران-امریکا شخړه؛هرمز تنګی یوځل بیا وتړل شو

    12 شریک شوي
    شریکول 5 Tweet 3
  • ميرويس عزيزي: د تخار د ۱۶۵ ميګاواټه او د بغلان د ۳۵۰ ميګاواټه برېښنا دستګاوې افغانستان ته انتقال لپاره چمتو شوي

    23 شریک شوي
    شریکول 9 Tweet 6
  • ولسمشر ټرمپ د ایراني ځواکونو ستاینه کړې او ولس یې هوښيار ګڼلي

    11 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • امنيتي ځواکونو هلمند کې د قاچاق پر ضد عملیاتو کې زرګونه خښتې مس او طبي وسایل کشف او ضبط کړل

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

ټولګټو وزارت: د افغانستان د اوسپنې پټلۍ له لارې انتقالات ۳۹ سلنه زیات شوي

کندهار کې د ۲ میلیونه افغانیو په لګښت د برغني چکډم پروژه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

جنوبي لبنان کې د نښتو پر مهال یو اسرائیلي سرتېری وژل شوی او ۵ تنه نور ټپیان شوي

بهرنیو چارو وزارت: افغانستان له نړيوالې ټولنې سره دایمي تعامل ته ژمن او د رغنده خبرو اترو ملاتړی دی

مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ له بېلابېلو لارو ۹۸۰ کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې 

تهران کې خبرې بې‌پایلې؛ ایران پر خپل دریځ ټینګ دی او قالیباف وايي پر امریکا هيڅ باور نه لري

نیویارک ټایمز: ایران لا هم د خپلو توغندیزو وړتیاوو لویه برخه ساتلې

هرمز تنګي کې هندي کښتۍ هدف ګرځېدلې

د سوډان جګړه؛ په خرطوم کې هوایي برید لسګونه کسان وژلي

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com