شنبه, اپریل 18, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home خبرونه افغانستان

کرزي د امنیتي تړون لاسلیکولو زیانونه تر ګټو زیات بللي

عبد الهادي همت نشرونکی: عبد الهادي همت
جولای 18, 2018
کټګوریانې: افغانستان, خبرونه
0
409
ځلې شریک شوی
78
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

پخواني ولسمشر حامد کرزي له یوې چینایۍ رسنۍ سره په مرکه کې امریکا د افغانستان په ټاکنو کې په لاس وهنه تورن کړې او ویلي یې دي چې په هېواد کې د بهرنیو ځواکونو شتون او د امنیتي تړون لاسلیکولو وضعیت د ښه کېدو پر ځای خراب کړی دی.

حامد کرزي، چې د CGTN ټلوېزون د ”د پواینټ“ پروګرام له چلوونکې سره یې مرکه کوله، امریکا په تېرو ټاکنو کې په مداخله کولو تورنه کړې او زیاته کړې یې ده چې امریکا پرې د خپلو شرایطو تپلو هڅه کړې ده.

دا هم ولولئ

د ایران-امریکا شخړه؛هرمز تنګی یوځل بیا وتړل شو

ننګرهار او لغمان کې د ۶۴۱ زره ډالرو په ارزښت د روغتیايي خدمتونو د پراختیا تړون لاسلیک شو

حشدالشعبي: د لبنان اوربند د مقاومت د بریا نښه ده

نوموړي ویلي، ”دوی زموږ په ټاکنو کې لاسوهنه وکړه، هڅه یې کړې چې خپل شرایط پر موږ راوتپي، دوی هغه څه کړي چې موږ ترې خوښ نه یو.“

کرزي ویلي چې د خپلې واکمنۍ په وروستیو کې یې له امریکا سره شخړې ”د ولسي وګړو د تلفاتو، د افغانانو کورونو ته په زور ننوتلو او د داسې ناڅرګندو پالیسیو پر سر وه چې افغانستان یې نور هم، پر ځای د دې چې د جګړې ختمولو هڅه یې وشي، د خرابۍ پر لور ورټېل واهه.“

په ۲۰۱۴ز کال کې، د ملي وحدت حکومت مشرانو د واک تر سنبالولو یوه ورځ وروسته، له امریکا سره دوه اړخیز امنیتي تړون لاسلیک کړ چې له مخې یې بهرنیو ځواکونو ته تر ۲۰۲۴ز کال پورې په افغانستان کې د پاتې کېدو زمینه برابره شوه. که د ملي وحدت حکومت هم امنیتي تړون نه و لاسلیک کړی، بهرنیو ځواکونو به په افغانستان کې د خپل شتون لپاره اړین قانوني جواز نه درلود او امکان و چې بهرني ځواکونه له ۲۰۱۴ز کال وروسته افغانستان پرېږدي.

حامد کرزی د دې دوه اړخیز امنیتي تړون د لاسلیک سرسخت مخالف و او د امریکا له فشار سره سره یې لاسلیک ته چمتو نه شو.

کرزی وايي، ”زه د امنیتي تړون خلاف وم، ځکه ما فکر نه کاوه چې د دې تړون په لاسلیکولو سره به په افغانستان کې سوله او ثبات راشي. د افغانستان لپاره د امریکا په پالیسۍ کې داسې څه نه تر سترګو کېدل چې ما ته یې د دې تړون د لاسلیکولو اجازه راکړې وای.“

حامد کرزي زیاته کړې چې له امریکا سره د شراکت مخالف نه و، ”خو له امریکا سره شراکت باید د افغانستان ګټې هم تضمین کړي.“

کرزی وايي چې د امنیتي تړون تر لاسلیکولو او د بهرنیو ځواکونو شتون ته د قانوني جواز تر ورکولو وروسته د افغانستان وضعیت نور هم خراب شوی او د بهرنیو ځواکونو شتون کومه ګټه نه لري. ”له بده مرغه، د نوي حکومت تر لاسلیک وروسته، موږ ولیدل چې د افغانستان وضعیت نور هم خراب شوی. په افغانستان کې زیاته ناامني شوه، زیات افغانان ووژل شول او زیانمن شول، هېواد نور هم بې ثباتۍ ته ورټېل وهل شو.“

کرزي د مرکې په پای کې ویلي چې افغانستان د بهرنیو ځواکونو په شتون او د امنیتي تړون په لاسلیکولو سره ”بالکل هیڅ نه دي ترلاسه کړي. له همدې امله، موږ له امریکا غوښتنه کوو چې د افغانستان لپاره پر خپلې پالیسۍ باندې بیا کتنه وکړي او دا یقیني کړي چې په افغانستان کې د امریکا شتون افغانستان ته هم ګټې لري او افغانستان ته سوله راولي.“

لوی ټکي: افغانستانحامد کرزی
مخکینې مطلب

میدان وردګ: جلریز کې دوه امریکایي عسکر وژل شوي

بل مطلب

پکتیا او زابل ته نوي د امنیې قوماندانان ټاکل شوي

ځانګړي مطالب

خبرونه

د ایران-امریکا شخړه؛هرمز تنګی یوځل بیا وتړل شو

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
افغانستان

ننګرهار او لغمان کې د ۶۴۱ زره ډالرو په ارزښت د روغتیايي خدمتونو د پراختیا تړون لاسلیک شو

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
خبرونه

حشدالشعبي: د لبنان اوربند د مقاومت د بریا نښه ده

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
افغانستان

ننګرهار کې د ۲۸.۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د پاکو اوبو شپږ شبکې جوړېږي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
افغانستان

افغانستان او ترکیې د آنتالیا فورم په څنډه کې د سوداګرۍ پر پراختیا او پانګونې پر زیاتوالي خبرې کړي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

د ایران-امریکا شخړه؛هرمز تنګی یوځل بیا وتړل شو

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

ننګرهار او لغمان کې د ۶۴۱ زره ډالرو په ارزښت د روغتیايي خدمتونو د پراختیا تړون لاسلیک شو

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

حشدالشعبي: د لبنان اوربند د مقاومت د بریا نښه ده

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

ننګرهار کې د ۲۸.۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د پاکو اوبو شپږ شبکې جوړېږي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

افغانستان او ترکیې د آنتالیا فورم په څنډه کې د سوداګرۍ پر پراختیا او پانګونې پر زیاتوالي خبرې کړي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

امنيتي ځواکونو هلمند کې د قاچاق پر ضد عملیاتو کې زرګونه خښتې مس او طبي وسایل کشف او ضبط کړل

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

قالیباف: د ټرمپ ټولې ادعاوې درواغ دي، حقیقت سره اړخ نه لګوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

ولسمشر ټرمپ: له ایران او لبنان سره د تلپاتې اوربند هڅې روانې دي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

میدان‌ وردګ او کندز کې ترافیکي پېښو له امله ۱۱ تنو ژوند له لاسه ورکړی 

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ کې ۱۰۷۶ کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • ميرويس عزيزي: د تخار د ۱۶۵ ميګاواټه او د بغلان د ۳۵۰ ميګاواټه برېښنا دستګاوې افغانستان ته انتقال لپاره چمتو شوي

    20 شریک شوي
    شریکول 8 Tweet 5
  • د ایران-امریکا مذاکرات؛ اسلام آباد کې زرګونه پوځیان ځای پر ځای شوي

    10 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • د ایران-امریکا شخړه؛هرمز تنګی یوځل بیا وتړل شو

    9 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 2
  • امنيتي ځواکونو هلمند کې د قاچاق پر ضد عملیاتو کې زرګونه خښتې مس او طبي وسایل کشف او ضبط کړل

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د ایران دفاع وزارت: هرمز تنګی په مشروط ډول پرانیستی

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

د ایران-امریکا شخړه؛هرمز تنګی یوځل بیا وتړل شو

ننګرهار او لغمان کې د ۶۴۱ زره ډالرو په ارزښت د روغتیايي خدمتونو د پراختیا تړون لاسلیک شو

حشدالشعبي: د لبنان اوربند د مقاومت د بریا نښه ده

ننګرهار کې د ۲۸.۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د پاکو اوبو شپږ شبکې جوړېږي

افغانستان او ترکیې د آنتالیا فورم په څنډه کې د سوداګرۍ پر پراختیا او پانګونې پر زیاتوالي خبرې کړي

امنيتي ځواکونو هلمند کې د قاچاق پر ضد عملیاتو کې زرګونه خښتې مس او طبي وسایل کشف او ضبط کړل

قالیباف: د ټرمپ ټولې ادعاوې درواغ دي، حقیقت سره اړخ نه لګوي

ولسمشر ټرمپ: له ایران او لبنان سره د تلپاتې اوربند هڅې روانې دي

میدان‌ وردګ او کندز کې ترافیکي پېښو له امله ۱۱ تنو ژوند له لاسه ورکړی 

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com