(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ چنګاښ ۲۷)
د میدان وردګ ځایي چارواکي وایي، چې په جلریز ولسوالۍ کې دوه امریکایي عسکر په مخامخ نښته کې وژل شوي.
د دې ولایت د والي ویاند عبدالرحمان منګل وایي، وسلوالو طالبانو تیره شپه د امریکایي ځواکونو پر عملیاتي عسکرو ډزې کړې چې دوه تنه یې ځای پرځای وژلي.
طالبانو د پیښې پخلی کړی او ویلي یې دي چې، دواړه امریکایي عسکر یې د جلریز ولسوالۍ په مربوطاتو کې د نښه ویشتونکو ټوپکو په توسط ویشتلي .
طالبانو ویلي، د امریکايي عسکرو په وژل کیدو سره ټوله عملیاتي قوه له سیمې وتلو ته مجبوره شوې او سیمې یې پریښې .
په ورته وخت کې امریکایي ځواکونو د سیمې یوه لیسه بمبار کړې او ټوله ودانۍ یې نړولې.
د میدان وردګو ځایي چارواکي وایي، چې لیسه امریکایي ځواکونو د خپلو عسکرو په غچ کې له دې کبله بمبار کړې چې له هغه لوري ورباندې ډزې کیدې خو د سیمې خلک دا ادعا ردوي او زیاتوي چې افغان حکومت یواځې د امریکایانو له خوا پر شوي جنایت د پردې اچولو په موخه دا ډول توجیهات کوي.
دوی زیاتوي، د پیښې پرمهال طالبانو د بمبار شوې لیسې په سیمه کې هیڅ نظامي خوځښت نه درلوده ځکه دلیسې څنګ ته د افغان ځواکونو لویه نظامي قرارګاه پرته ده


















