(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ چنګاښ ۲۷)
د کورنیو چارو وزارت وایي، چې د پکتیا او زابل ولایتونو لپاره یې نوي د امنیې قوماندانان ټاکلي.
د دې وزارت له خوا په په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي؛ د سپین غر زون د جنایي جرمونو سره د مبارزې پخوانی مدیر سمونوال محمد مصطفی مایار د زابل او د ۸۰۸ ساحوي زون قوماندان رازمحمد مندوزی د پکتیا د نوي امنیې قوماندان په توګه ټاکل شوي.
دغه راز د پکتیا اوسنی د امنیې قوماندان سید ګل آقا روحاني د کابل هوایي ډګر د سرحدي پولیسو د قوماندان په توګه انتخاب شوی.
د کورنیو چارو وزارت خبر ورکوي چې نوي قوماندان به په راتلونکو څو ورځو کې په کار پیل وکړي.


















