شنبه, اپریل 18, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home خبرونه افغانستان

افغانستان کې وژل شوی امریکایی سرتېری د سي آی اې د عملیاتو غړی و

عبد الهادي همت نشرونکی: عبد الهادي همت
جولای 25, 2018
کټګوریانې: افغانستان, خبرونه
0
495
ځلې شریک شوی
211
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

د امریکا د ځانګړو ځواکونو ۳ پخوانیو افسرانو ویلي د امریکايي پوځ د رینجر ځواکونو هغه غړی چې د روانې جولای میاشتې په لومړیو کې له طالبانو سره په مخامخ جګړه کې تر ټپي کېدو وروسته ووژل شو د سي آی اې د یوه پټ پروګرام غړی و.

دوه دېرش کلن کریسټوفر انډریو سلیز د جولای په ۱۲مه د هغو ټپونو له امله مړ شو چې د پکتیا په زرمت ولسوالۍ کې له طالبانو سره د جګړې پر مهال ورته رسېدلي وو. یوه امریکايي سرتېري ویلي چې کریسټوفر سیلیز په عملیاتو کې د یوه ټپي شوي افغان کمانډو، چې وروسته ووژل شو، د ژغورنې هڅه کوله چې په مرمۍ ولګېد.

دا هم ولولئ

د ایران-امریکا مذاکرات؛ اسلام آباد کې زرګونه پوځیان ځای پر ځای شوي

ميرويس عزيزي: د تخار د ۱۶۵ ميګاواټه او د بغلان د ۳۵۰ ميګاواټه برېښنا دستګاوې افغانستان ته انتقال لپاره چمتو شوي

عبدالملک حوثي: د ایران پرضد د امریکا-اسرائیلو د بریدونو موخه د اسلامي نظام نسکورول و

کریسټوفر انډریو سلیز
کریسټوفر انډریو سلیز

امریکايۍ پولیټیکو رسنۍ د جولای په ۲۴مه د امریکا د ځانګړو عملیاتو د ۳ پخوانیو افسرانو له خولې لیکلي چې نوموړی د پوځي رینجر ځواکونو د هغه ټیم غړی و چې د امریکا له استخباراتي ادارې سي آی اې سره د طالبانو د لوړپوړو کسانو په نیولو او وژلو کې کومک کوي.

پولیټیکو وايي، د طالب مشرانو د نیولو او وژلو دا پروګرام چې وړاندې د Omega په کوډ نوم پېژندل کېده اوس د ANSOF نوم ورکول شوی دی.

پولیټیکو په خپل راپور کې زیاته کړې چې سي آی اې په دې اړه له څه ویلو ډده کړې او امریکايی پوځ  سي آی اې ته د خپل پرسونل سپارل رسمآ نه مني.

د امریکايي پوځ د ځانګړو عملیاتو د قومندانۍ یوه ویاند، رابرټ باکهولټ، پولیټیکو ته ویلي، ”ځیني داسې معلوم او یقیني پرسونل او ټولي شته چې موږ یې، د محرموالي له امله، له چا سره په اړه خبرې نه کوو.“

د پولیټیکو رسنۍ په خبره، CIA په کابل او ځينو ”سرحدي ولایتونو“ کې له خپلو مرکزي دفترونو په ګټه اخیستنې سره تل له پوځه بېل عملیات ترسره کوي، او د افغان جګړې له لومړیو میاشتو راپدېخوا د امریکا پوځ دې ادارې ته د ”اومیګا“ پروګرام لپاره د ځانګړو عملیاتو لږ شمېر سرتېري ورکړي دي.

پولیټیکو زیاتوي، رینجر ځواکونو، چې په افغانستان کې د امریکايي پوځ ”د تروریزم ضد“ عملیاتو د ډلې مشري کوي، له څو کلونو راهیسې خپل ځینې باتجربه پرسونل سي آی اې ته ورکړي، چې د چورلکو، بې پیلوټه الوتکو او طبي ژغورنې مرسته ورسره وکړي.

یوه بل امریکايي افسر د نوم نه ښودلو په شرط پولیټیکو ته ویلي چې سي آی اې په هدفي لیست کې شامل کسان د خپلو افغان جاسوسانو په لاس وژني او نیسي. د نوموړي په خبره، ”د سي آی اې افغان ملګري د برید، وژلو او بندي کولو دنده ترسره کوي، خو امریکايي رینجر ځواکونه هم ورسره وي“.

له دې پروګرامه یوه خبر او د امریکايي پوځ یوه بل افسر ویلي، له افغان ځواکونو سره د مرستې د دې ماموریت لپاره غوره کېدونکي د رینجر ځواکونو اړوند سرتېري باتجربه او د خپلو نورو ملګرو په پرتله ماهر وي.

نوموړی وايي چې رینجر ځواکونو د سي آی اې له ټیمونو سره د روغتیا (طب) او په جګړه کې د ډزو مرسته کوي.

له تېر کال راهیسې، سي آی اې د ټرمپ د سټراټيژۍ له امله په افغانستان کې، د طالب مشرانو د په نښه کولو د هڅو په ګډون، خپل فعالیتونه پراخ او چټک کړي دي.

د امریکا دفاع وزارت (پنټاګان) وايي چې په افغانستان کې اوس مهال ۱۵۰۰۰ امریکايي پوځیان مېشت دي – د دې پوځونو یوه برخه افغان ځواکونو ته روزنه، سلا او کومک ورکوي او بله برخه یې ”د تروریزم پر ضد“ عملیات ترسره کوي.

د یادونې وړ ده، وژل شوي امریکايي سرتېري، کریسټوفر سیلیز، درې مډالونه ترلاسه کړي وو. د رینجر ځواکونو د ۷۵یم کنډک قومندان، برانډن ټیګتمییر نوموړی ”ملي خزانه“ بللی و. هېره دې نه وي چې سیلیز یهودی و.

مخکینې مطلب

پر افغاني دیوبند د سیکولر خفاشانو برید

بل مطلب

ما ته تر بري د ستنېدو خبرې مه کوئ

ځانګړي مطالب

خبرونه

د ایران-امریکا مذاکرات؛ اسلام آباد کې زرګونه پوځیان ځای پر ځای شوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 17, 2026
افغانستان

ميرويس عزيزي: د تخار د ۱۶۵ ميګاواټه او د بغلان د ۳۵۰ ميګاواټه برېښنا دستګاوې افغانستان ته انتقال لپاره چمتو شوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 17, 2026
خبرونه

عبدالملک حوثي: د ایران پرضد د امریکا-اسرائیلو د بریدونو موخه د اسلامي نظام نسکورول و

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
افغانستان

د معیار او کیفیت اداره: اسلام‌کلا کې ۴۰ ټنه بې‌کیفیته اوسپنه بېرته وګرځول شوه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
خبرونه

امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

د ایران-امریکا مذاکرات؛ اسلام آباد کې زرګونه پوځیان ځای پر ځای شوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 17, 2026
0

ميرويس عزيزي: د تخار د ۱۶۵ ميګاواټه او د بغلان د ۳۵۰ ميګاواټه برېښنا دستګاوې افغانستان ته انتقال لپاره چمتو شوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 17, 2026
0

عبدالملک حوثي: د ایران پرضد د امریکا-اسرائیلو د بریدونو موخه د اسلامي نظام نسکورول و

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

د معیار او کیفیت اداره: اسلام‌کلا کې ۴۰ ټنه بې‌کیفیته اوسپنه بېرته وګرځول شوه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

پر اوکرایین د روسیې بریدونه؛ ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

بلخ کې د ۵۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت د برېښنا دوې پروژې بشپړې او د بلې کار پیل شو

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

په مزارشریف کې د ۱۵ میلیونه ډالرو په لګښت د زرګرانو لپاره د ستر سوداګریز مارکېټ د جوړولو چارې پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

سپاه پاسداران: د امریکا سمندري محاصره ناکامه ده په هرمز تنګي بشپړ کنټرول لرو

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

افغانستان او مرکزي اسیا ته د روسیې او بلاروس د نفتي موادو واردات ۵۰ سلنه زیات شوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • ميرويس عزيزي: د تخار د ۱۶۵ ميګاواټه او د بغلان د ۳۵۰ ميګاواټه برېښنا دستګاوې افغانستان ته انتقال لپاره چمتو شوي

    15 شریک شوي
    شریکول 6 Tweet 4
  • د ایران-امریکا مذاکرات؛ اسلام آباد کې زرګونه پوځیان ځای پر ځای شوي

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • عبدالملک حوثي: د ایران پرضد د امریکا-اسرائیلو د بریدونو موخه د اسلامي نظام نسکورول و

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

    10 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • د معیار او کیفیت اداره: اسلام‌کلا کې ۴۰ ټنه بې‌کیفیته اوسپنه بېرته وګرځول شوه

    9 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

د ایران-امریکا مذاکرات؛ اسلام آباد کې زرګونه پوځیان ځای پر ځای شوي

ميرويس عزيزي: د تخار د ۱۶۵ ميګاواټه او د بغلان د ۳۵۰ ميګاواټه برېښنا دستګاوې افغانستان ته انتقال لپاره چمتو شوي

عبدالملک حوثي: د ایران پرضد د امریکا-اسرائیلو د بریدونو موخه د اسلامي نظام نسکورول و

د معیار او کیفیت اداره: اسلام‌کلا کې ۴۰ ټنه بې‌کیفیته اوسپنه بېرته وګرځول شوه

امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

پر اوکرایین د روسیې بریدونه؛ ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

بلخ کې د ۵۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت د برېښنا دوې پروژې بشپړې او د بلې کار پیل شو

په مزارشریف کې د ۱۵ میلیونه ډالرو په لګښت د زرګرانو لپاره د ستر سوداګریز مارکېټ د جوړولو چارې پیل شوې

سپاه پاسداران: د امریکا سمندري محاصره ناکامه ده په هرمز تنګي بشپړ کنټرول لرو

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com