شنبه, اپریل 18, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home مقالې

پر افغاني دیوبند د سیکولر خفاشانو برید

عبد الهادي همت نشرونکی: عبد الهادي همت
جولای 25, 2018
کټګوریانې: مقالې, مهم
0
313
ځلې شریک شوی
469
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

قاري حبیب

د غزني له تاریخي ښاره چې مخ په قبله د کندهار په لویه لاره مزل پیل کړې، دنوغي او ناني له بازاره ورتېر به د لویې لارې په څنډه یوه خړه له سمینټو جوړه لوحه په مخه درشي. په دې لوحه لیکلي (نورالمدارس فاروقي) او ترې لاندې چپ اړخ ته د ګرځیدلو نښه ورکړل شوې ده.

دا هم ولولئ

د ایران-امریکا مذاکرات؛ اسلام آباد کې زرګونه پوځیان ځای پر ځای شوي

عبدالملک حوثي: د ایران پرضد د امریکا-اسرائیلو د بریدونو موخه د اسلامي نظام نسکورول و

امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

په همدې چپه لاس چې په نرۍ خامه لاره وګرځې له یو څه مزله وروسته به د سپیرې دښتې پر ټټر یوه لویه مدرسه په مخه درشي، چې همدا نور المدارس فاروقیه مدرسه ده  – هغه مدرسه چې په علمي حلقو کې په (افغاني دیوبند) شهرت لري، ځکه په افغانستان کې یې داسې کردار اداء کړی لکه د هند په براعظمګي کې چې د دارالعلوم دیوبند څرنګه بارز نقش ترسره کړی و.

 نور المدارس له تیرو اتیا کلونو راهیسې د افغانستان په سطحه د بلې هرې مدرسې په نسبت ددیني علومو ډیر خدمت کړی او بااستعداده علمي کدرونه یې ټولنې ته وړاندې کړې دي.

 نور المدارس مدرسه چې د ( حضرت صاحب) په مدرسه هم شهرت لري له اوس څخه اتیا کاله وړاندې په ۱۳۶۰ هجري قمري کال کې د کابل د قلعه جواد د حضرت صاحب نور المشائخ فضل عمر مجددي رحمت الله علیه لخوا تأسیس شوې ده.

د معارف رسالې په حواله حضرت صاحب د دې مدرسې د افتتاح په وخت په خپله وینا کې داسې ویلي و:

 ”اساس تعلیمی نور المدارس بقرار ذیل است اول : علم القرآن دوم : علم الحدیث سوم : علوم شرعیه و باطنیه چهارم : علوم عقلیه و تجربیه درین علوم شرط است که برای هر عصر تعلیم امت اسلامیه افغانستان که به آن حاجت دیده میشود،در نظر گرفته شود.اما حاکمیت قرآنی جنبۀ اولویت را دارا باشد. خاصتا استحکام خدا پرستی و امحای اعتقاد جهانسوز دهریت مد نظر گرفته شود. این اساس تعلیمی و ناقابل تبدیل در هر عصر و هر زمان. باب درس، نظام تعلیم و صورت تربیه بر همین اساس اسلامی و تمدن معنوی با در نظر گرفتن حیات مادی اسلامی ترتیب داده خواهد شد.“

 هغه وخت چې په افغانستان کې منظمي دیني مدرسې نه وې او یوازې کلیوالې حجرې او درسونه وو، نور المدارس مدرسې په خپل ځانګړي او ابتکار نظم او نصاب سره یو ستر علمي انقلاب آغاز کړ. نور المدارس مدرسه لکه څنګه چې د تدریسي نصاب له اړخه بې سارې وه د درسي نظم له اړخه یې هم نوښت درلود، هغه دا چې مدرسه په څوارلس صنفونو ویشل شوې وه، له لومړنیو شپږو صنفونو څخه له فراغت وروسته به طالب ته د ابتدائیې د فراغت معادل بری لیک ورکول کیده، ورپسې تر دوولسم پورې شپږو صنفونو کې فنون لوستل کیدل، دیارلسم او څوارلسم صنف د احادیثو او تفسیر دورو ته خاص شوي وو او له څوارلسم صنف څخه په فراغت سره به طالب العلم ته د فضیلت دستار ور په سر کیده او د فراغت شهادتنامه به ورکول کیدله چې په رسمي کچه یې د بکلوریا د سند اعتبار درلود.

 په وروستیو کلونوکې د مدرسې مشرتابه د لوړو زده کړو نصاب یو کال نور هم زیات کړ چې ورسره دمدرسې ټول صنفونه پنځلس شول.مدرسې په کال کې دوه امتحانانو درلودل چې د یخو سیمو د ښوونځیو په شان په حمل میاشت کې شروع کیدله او د مني په وروستۍ میاشت کې یې درسي کال پای ته رسیده. دا مدرسه چې تراوسه ودانه ده او د اتیا کلن علمي خدمت ویاړ لري له هیڅ حکومت یا سیاسي جهت سره تړاو نلري، بلکې د خلکو په مرستو چلیږي، د غزني، زابل، پکتیا، پکتیکا او شاوخوا نورو سیمو خلک د اعانې په نوم هر کال د مدرسې عاملینو ته غنم، اوړه، کشمش او یا نغدې پیسې ورکوي، چې له همدې پيسو د استادانو د معاش او لیلیه طالبانو د خرڅ خوراک مصارف پوره کیږي.

د دې مدرسې بنیاد په همدې اصل استوار دی چې باید د عامو خلکو په مرسته وچلیږي له همدې امله خو حتی د طالبانو د واکمنۍ په مهال هم مدرسې د امارت لخوا مالي کومک نه قبلاوه او خپل استقلال یې خوندي ساته.

 نور المدارس مدرسه په تیر اتیا کلن عمر کې یو ځل د روسي تاړاک په مهال بنده شوه چې استادانو او یو شمیر شاګردانو یې د هجرت په مهال د جنوبي وزیرستان د واڼه په زیړي نور کمپ کې د ضیاء المدارس په نوم متبادله مدرسه جوړه کړه. خو د جهاد له بریا وروسته بیرته مدرسه فعاله شوه.

د امریکایانو له یرغل وروسته په لومړیو کلونو کې د امنیتي ملحوظاتو له امله په مدرسه کې مشرانو طالبانو ته ځای نه ورکول کیده یوازې ماشومانو په کې ابتدائي درسونه لوستل. خو په ۱۳۹۰ لمریز کال کې دغه مدرسه له هغه وروسته یو ځل بیا د پخوا په شان پرانیستل شوه چې د غزني والي موسی خان اکبرزاده د مدرسې مسؤلینو ته ډاډ ورکړ چې په مدرسه به د حکومت له اړخه غرض نه کیږي. په دې ډول د مدرسې په ټولو صنفونو کې طالبانو ته داخله ورکول شوه او تر لویې دورې پورې په کې درسونه له سره پیل شول.

په تیرو څو کلونو کې مدرسې په نورمال شکل خپل تدریسي فعالیت جاري ساته. دا مدرسه که څه هم د طالبانو تر واک لاندې سیمه کې ده، مګر طالبانو نه دمدرسې په چارو کې مداخله کوله او نه هم کوم مسلح طالب اجازه درلوده چې مدرسې ته ورشي. مدرسې د پخوا په شان یوازې علمي او د تصوف او عرفان په برخه کې خپل خدمت جاري ساته او هر کال یې لسګونه د علم او عرفان په زیور سمبال ځوانان ټولنې ته وړاندې کول.

د ډیر تأسف وړ خبره دا ده چې تیره شپه (د اسد دریمه) له کابل څخه د ځانګړو ځواکونو په نوم پټ مخي ټوپکیان راغلي او په دې تاریخي مدرسه یې برید کړی. په داسې حال کې چې د قرآن حافظان او احادیثو او دیني کتابونو شاګردان له یوې ستړې تعلیمي ورځې وروسته په درانه خوب ویده وو ناڅاپه ورباندې د دموکراسۍ تورمخو ټوپکیانو برید کړی دی.

 هغه مدرسه چې آتیا کاله د قال الله او قال الرسول په زمزمو پالل شوې، هغه مسجد چې د زرګونو صوفیانو، بزرګانو او اولیاوو دذکر او مراقبو ځای و او د مدرسې هغه صنفونه چې اتیا کاله یې یوازې د قرآني علومو او محمدي اخلاقو د تشهیر او خپرولو خدمت کړی دی.. له کابله راغلیو ټوپکیانو یې حرمت تر پښو لاندې کړ، دمدرسې ښیښې یې ماتې کړې، د مدرسې کتابونو او نورو توکو ته یې زیان واړاوه، او بیا یي ۴۵ تنه د مدرسې شریف او متدین طالبان د خپلې روحاني مور (مدرسې) له تودې غیږې پاڅول، لاسونه یې تر شا وروتړل او په نامعلوم لورې یې له ځان سره یووړل.

موږ دا پوښتنه کوو چې اې د کابل چارواکو! اې اشرف غني، عبدالله او نورو بلاوو! آیا دغه اوولس کلن وحشت چې ترسره شوی او لا روان دی، کافي نه و چې اوس مو دغه د علم او عرفان بې دفاع جونګړه هم د خپل اذیت هدف وګرځوله؟ آیا د قران او حدیث په بې دفاع زده کوونکو لاس پورته کول او بیا یي معصومو منګولو ته زولنې اچول دمیړانې کار دی چې تاسو وکړ؟

بې له شکه چې تاسو په دې عمل سره مخامخ د دین په شعائرو بریدوکړ، جومات، مدرسه، دارالحدیث، خانقاه، عالمان او دیني طالبان پر ځمکې دمحمدي دین نښې دي چې تاسو یې بیګاه توهین او تحقیر وکړ. تاسو د خدای د دین شعائرو ته په سپکه وکتل نو په دې پوه شئ چې الله تعالی به مو زرترزره نور هم سپک او له دې وطن څخه ورک کړي. ځکه الله تعالی د نبي علیه السلام په توسط دغه اعلان کړی دی چې ( من عادی لي ولیا فقد آذنته بالحرب. . الحدیث) الله تعالی وایي څوک چې زما له دوستانو سره دښمني کوي نو زما لخوا ورته د جنګ اعلان دی.

 د دموکراسۍ او سیکولرزم خفاشانو! تاسو د خدای له دین او دوستانو سره دښمني وکړه. تاسو د دین شعائر پایمال کړل نو د منتقم رب انتقام ته هم منتظر اوسئ.

مخکینې مطلب

ننگرهار؛ دویم «حُمص» او درېیم عراق/ خالد روان

بل مطلب

افغانستان کې وژل شوی امریکایی سرتېری د سي آی اې د عملیاتو غړی و

ځانګړي مطالب

خبرونه

د ایران-امریکا مذاکرات؛ اسلام آباد کې زرګونه پوځیان ځای پر ځای شوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 17, 2026
خبرونه

عبدالملک حوثي: د ایران پرضد د امریکا-اسرائیلو د بریدونو موخه د اسلامي نظام نسکورول و

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
خبرونه

امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
خبرونه

پر اوکرایین د روسیې بریدونه؛ ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
خبرونه

سپاه پاسداران: د امریکا سمندري محاصره ناکامه ده په هرمز تنګي بشپړ کنټرول لرو

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

د ایران-امریکا مذاکرات؛ اسلام آباد کې زرګونه پوځیان ځای پر ځای شوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 17, 2026
0

ميرويس عزيزي: د تخار د ۱۶۵ ميګاواټه او د بغلان د ۳۵۰ ميګاواټه برېښنا دستګاوې افغانستان ته انتقال لپاره چمتو شوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 17, 2026
0

عبدالملک حوثي: د ایران پرضد د امریکا-اسرائیلو د بریدونو موخه د اسلامي نظام نسکورول و

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

د معیار او کیفیت اداره: اسلام‌کلا کې ۴۰ ټنه بې‌کیفیته اوسپنه بېرته وګرځول شوه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

پر اوکرایین د روسیې بریدونه؛ ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

بلخ کې د ۵۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت د برېښنا دوې پروژې بشپړې او د بلې کار پیل شو

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

په مزارشریف کې د ۱۵ میلیونه ډالرو په لګښت د زرګرانو لپاره د ستر سوداګریز مارکېټ د جوړولو چارې پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

سپاه پاسداران: د امریکا سمندري محاصره ناکامه ده په هرمز تنګي بشپړ کنټرول لرو

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

افغانستان او مرکزي اسیا ته د روسیې او بلاروس د نفتي موادو واردات ۵۰ سلنه زیات شوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • ميرويس عزيزي: د تخار د ۱۶۵ ميګاواټه او د بغلان د ۳۵۰ ميګاواټه برېښنا دستګاوې افغانستان ته انتقال لپاره چمتو شوي

    15 شریک شوي
    شریکول 6 Tweet 4
  • د ایران-امریکا مذاکرات؛ اسلام آباد کې زرګونه پوځیان ځای پر ځای شوي

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • عبدالملک حوثي: د ایران پرضد د امریکا-اسرائیلو د بریدونو موخه د اسلامي نظام نسکورول و

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

    10 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • د معیار او کیفیت اداره: اسلام‌کلا کې ۴۰ ټنه بې‌کیفیته اوسپنه بېرته وګرځول شوه

    9 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

د ایران-امریکا مذاکرات؛ اسلام آباد کې زرګونه پوځیان ځای پر ځای شوي

ميرويس عزيزي: د تخار د ۱۶۵ ميګاواټه او د بغلان د ۳۵۰ ميګاواټه برېښنا دستګاوې افغانستان ته انتقال لپاره چمتو شوي

عبدالملک حوثي: د ایران پرضد د امریکا-اسرائیلو د بریدونو موخه د اسلامي نظام نسکورول و

د معیار او کیفیت اداره: اسلام‌کلا کې ۴۰ ټنه بې‌کیفیته اوسپنه بېرته وګرځول شوه

امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

پر اوکرایین د روسیې بریدونه؛ ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

بلخ کې د ۵۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت د برېښنا دوې پروژې بشپړې او د بلې کار پیل شو

په مزارشریف کې د ۱۵ میلیونه ډالرو په لګښت د زرګرانو لپاره د ستر سوداګریز مارکېټ د جوړولو چارې پیل شوې

سپاه پاسداران: د امریکا سمندري محاصره ناکامه ده په هرمز تنګي بشپړ کنټرول لرو

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com