ما ته تر بري د ستنېدو خبرې مه کوئ

امان الله نصرت
ما ته د سنګر د پرېښودو خبرې مه کوئ
مرګ نه بې پروا یم د چړو خبرې مه کوئ
زه د حق په مینه قربانۍ ته راوتلی یم
خوښ یم که سوځېږم د لمبو خبرې مه کوئ
څرک د سباوون یم د تور تم پر زړه یرغل کوم
ځم د نور پر لار د تورو شپو خبرې مه کوئ
زه به تر قیامت پورې جهاد کوم دښمن سره
ما ته د سازش او دسیسو خبرې مه کوئ
زه خپل سرنوشت ټاکم د جنګ په سنګرونو کې
ما ته د رقیب د فیصلو خبرې مه کوئ
خیر دی که غوڅېږي زه پرې ویاړمه غوڅېږي دې
ما ته مې د سر د ټيټېدو خبرې مه کوئ
زه توره په لاس د استعمار پر ضد وتلی یم
ما ته تر بري د ستنېدو خبرې مه کوئ
څو چې مې وطن کې اسلامي نظام حاکم نه شي
ما ته د وسلې د کېښودو خبرې مه کوئ
را به شي سپرلی د آزادۍ غوټۍ به وخاندي
تېر به شي خزان د رژېدو خبرې مه کوئ
نن وي که سبا ”نصرت“ وايي سباوون به شي
نورې د ماتم او د تیارو خبرې مه کوئ



