پنجشنبه, اپریل 23, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home خبرونه

امریکايۍ رسنۍ خپل حکومت ته: د جګړې ختمولو لپاره طالبانو سره خبرې وکړئ

عبد الهادي همت نشرونکی: عبد الهادي همت
اگست 7, 2018
کټګوریانې: خبرونه
0
549
ځلې شریک شوی
74
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

د امریکا له کالیفورنیا ایالته خپرېدونکې ورځپاڼې Orange County Register، د اګست په ۶مه، په خپله سرمقاله کې لیکلي چې امریکا باید له طالبانو سره په مخامخ خبرو د افغانستان جګړه پای ته ورسوي او په دې توګه د امریکایانو سرونه او خزانه په دې ”بې ګټې“ جګړه کې له لګېدو وساتي.

اورنج کاونټي رجسټر ورځپاڼې په خپله سرلیکنه کې د رپورټونو په حواله ویلي چې د ټرمپ ادارې خپلو ډيپلوماټانو ته له طالبانو سره د مخامخ خبرو پیلولو امر کړی.

دا هم ولولئ

بدخشان کې ترافیکي پېښې؛ پنځو کسانو ژوند له لاسه ورکړی

له پاکستانه تر ۳۰۰ زیات بندي افغان کډوال هېواد ته راستانه شول

ولسمشر اردوغان: د ایران جګړه به اروپا هم کمزورې کړي

د ورځپاڼې په اند، ”دا په افغانستان کې د یوې بې ګټې جګړې د پای ته رسولو پر لور یو مهم ګام دی.“

دې ورځپاڼې د امریکا د واشنګټن پوسټ او نیویارک ټایمز رسنیو وروستیو راپورونو ته هم اشاره کړې چې پکې ویل شوي طالبانو او امریکايي ډيپلوماټانو تېره میاشت قطر کې یوه ابتدايي لیدنه کړې ده.

د ورځپاڼې په خبره، که څه هم د دې ډول د خبرو د پایلو په اړه به څه ویل له وخته مخکې خبره وي، خو له طالبانو سره په خبرو کې بوختېدل د افغانستان د جګړې د پای ته رسولو پر لور یو مهم پرمختګ دی.

د ورځپاڼې په وینا، د خبرو پر ځای جګړه تل بې ګټې ثابته شوې ده. ”د داسې خبرو بدیل – د دې موضوع د ډيپلوماټیک حل، او یا د هر ډول حل، له هیلې پرته دایمي جګړه – ثابته کړې چې داسې هڅه مرګونې، قیمتي او بې ګټې ده.“

د ورځپاڼې په اند، امریکا له ۱۷ کلونو راهیسې په افغانستان کې ښکېله ده خو د خپلو لاسته راوړنو د ښوولو لپاره څه نه لري. ”آن هغه مفکوره چې وايي امریکا افغانستان د ترورستانو له یو ځل بیا ”پټنځای“ کېدو ساتي هم په دې خبره تر پوهېدو وروسته له منځه ځي چې افغانستان اوس هم د داسې ډلو پټنځای دی چې امریکا ته زیان رسول غواړي.“

ورځپاڼې د داسې ډلو مثال داعش ښوولی،”چې د ’تروریزم پر ضد‘ د امریکا د خیالي جګړې د پیل پر مهال نه وه، خو اوس د افغانستان په ګډون د نړۍ په ځینو هېوادونو کې فعاله ده.“

ورځپاڼه وايي، ولسمشر ټرمپ په وار وار په منځني ختیځ او افغانستان کې د امریکا پر جګړو نیوکه کړې ده. په تېره اپرېل میاشت کې، سناتور رانډ پاول واشنګټن پوسټ ته وویل چې ولسمشر د افغانستان د جګړې ختمولو وعده ورسره کړې ده: ”ټرمپ په وار وار په مجلسونو کې ما ته ویلي چې موږ له دې دوزخه راوځو.“

دې ورځپاڼې په سرلیکنه کې زیاته کړې، که ټرمپ د افغانستان د جګړې د پای ته رسولو لپاره ګام واخلي، ”دا به د ستاینې وړ یوه داسې لاسته راوړنه وي چې د امریکایانو سرونه او د ماليه ورکوونکو پیسې به له بېځایه لګېدو وژغوري.“

ورځپاڼې خپله سرلیکنه په دې جمله ختمه کړې: څومره ژر چې دا جګړه پای ته رسېږي، هغومره ښه ده.

مخکینې مطلب

امریکايي ځانګړي ځواکونه فراه کې څه کوي؟

بل مطلب

سپیانو ته بوټونه ورپه پښو کړئ - د سویټزرلېنډ پولیس

ځانګړي مطالب

افغانستان

بدخشان کې ترافیکي پېښې؛ پنځو کسانو ژوند له لاسه ورکړی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 23, 2026
افغانستان

له پاکستانه تر ۳۰۰ زیات بندي افغان کډوال هېواد ته راستانه شول

نشرونکی: ح جلال
اپریل 23, 2026
خبرونه

ولسمشر اردوغان: د ایران جګړه به اروپا هم کمزورې کړي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 23, 2026
افغانستان

نورستان کې د ۵۲۶ میلیونه افغانیو په لګښت د ۲۹ کیلومتره سړک د جوړولو چارې پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 23, 2026
خبرونه

ملا امير خان متقي: افغانستان کې د نړيوالو ورزشي سیالیو ترسره کېدل ستر ویاړ دی

نشرونکی: ح جلال
اپریل 23, 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

بدخشان کې ترافیکي پېښې؛ پنځو کسانو ژوند له لاسه ورکړی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 23, 2026
0

له پاکستانه تر ۳۰۰ زیات بندي افغان کډوال هېواد ته راستانه شول

نشرونکی: ح جلال
اپریل 23, 2026
0

ولسمشر اردوغان: د ایران جګړه به اروپا هم کمزورې کړي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 23, 2026
0

نورستان کې د ۵۲۶ میلیونه افغانیو په لګښت د ۲۹ کیلومتره سړک د جوړولو چارې پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 23, 2026
0

ملا امير خان متقي: افغانستان کې د نړيوالو ورزشي سیالیو ترسره کېدل ستر ویاړ دی

نشرونکی: ح جلال
اپریل 23, 2026
0

په کابل کې د اووه هېوادونو په ګډون د دودیزې غېږنیونې نړیوالې سیالۍ پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 23, 2026
0

افغان پلاوي د اذربایجان ترانسپورت وزارت مرستیال سره د ترانزیټي او ترانسپورتي اسانتیاوو په اړه خبرې کړي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 23, 2026
0

هلمند: د شوراب ساحوي روغتون ودانۍ تر بیارغونې وروسته بېرته فعاله او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 23, 2026
0

لوګر کې د ۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت د يوه پل د جوړولو چارې پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 23, 2026
0

عبدالملک حوثي یمني ځواکونو او مقاومت محور ته: اوږدې جګړې ته چمتو اوسئ

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 23, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • امریکا غواړي د پوځ ژباړونکي او پخواني افغان کمانډويان له قطره کانګو ته ولېږدوي

    11 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • الجزیره: د نړیوالو سترګې مجتبی خامنه‌اي ته دي چې امریکا سره د مذاکراتو اجازه ورکوي کنه

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د آریانا افغان هوايي شرکت نوې B737-500 الوتکه کابل ته راورسېده

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د پنټاګون ارزونې: ایران لا هم قوي پوځي وړتیاوې لري

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د امریکا د سمندري ځواکونو وزیر استعفا وکړه

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

بدخشان کې ترافیکي پېښې؛ پنځو کسانو ژوند له لاسه ورکړی

له پاکستانه تر ۳۰۰ زیات بندي افغان کډوال هېواد ته راستانه شول

ولسمشر اردوغان: د ایران جګړه به اروپا هم کمزورې کړي

نورستان کې د ۵۲۶ میلیونه افغانیو په لګښت د ۲۹ کیلومتره سړک د جوړولو چارې پیل شوې

ملا امير خان متقي: افغانستان کې د نړيوالو ورزشي سیالیو ترسره کېدل ستر ویاړ دی

په کابل کې د اووه هېوادونو په ګډون د دودیزې غېږنیونې نړیوالې سیالۍ پیل شوې

افغان پلاوي د اذربایجان ترانسپورت وزارت مرستیال سره د ترانزیټي او ترانسپورتي اسانتیاوو په اړه خبرې کړي

هلمند: د شوراب ساحوي روغتون ودانۍ تر بیارغونې وروسته بېرته فعاله او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

لوګر کې د ۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت د يوه پل د جوړولو چارې پیل شوې

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com