افغانستان او قرغېزستان د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا خبرې کړي

کابل ټکی کام (سه شنبه، د لړم ۱۲مه)
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د عامل پلاوي رئیس محمد جبران مدثر په کابل کې د قرغېزستان له سفیر توردیکان سیدیکوف سره په لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو او پانګیزو اړیکو پر پراختیا او قرغېزستان ته د افغان سوداګرو د یوه پلاوي د سفر پر تنظیم خبرې کړې دي.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د معلوماتو له مخې، په دې لیدنه کې هوکړه شوې، چې خونه به قرغېزستان ته د سفر لپاره د لېواله سوداګرو او پانګوالو نوملړ چمتو او د بهرنیو چارو وزارت له لارې به یې د قرغېزستان سفارت ته وسپاري.
د قرغېزستان سفیر هم ژمنه کړې، چې له خپلو اړوندو ادارو سره په همغږۍ به د دغه سفر د تنظیم او د افغان سوداګرو د لیدنو زمینه برابره کړي.



