هلمند کې ۸۰ میله وسلې او ګڼ پوځي تجهیزات نیول شوي

کابل ټکی کام (سه شنبه، د لړم ۱۲مه)

د هلمند امنیتي ځواکونو په تېرو درېیو میاشتو کې د دغه ولایت په مرکز لښکرګاه او یو شمېر ولسوالیو کې د عملیاتو پر مهال ۸۰ میله بېلابېلې وسلې او ګڼ پوځي تجهیزات نیولي دي.

د هلمند امنیه قوماندانۍ د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې مدیریت مسوولین وايي، په نیول شویو وسلو کې ۴۹ تومانچې، ۱۲ کلاشینکوفونه، اووه کمرشکن، څلور ایم ۱۶، څلور کرینکوف، دوه پیکا، یو توغندی او یو سل‌ډزی شامل دي. دغه راز د سپکو او درنو وسلو زرګونه فیره مرمۍ هم ترلاسه شوې دي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، د دغو وسلو او پوځي تجهیزاتو په تړاو ۱۰ شکمن کسان هم نیول شوي، چې دوسیې یې له بشپړېدو وروسته عدلي او قضايي ارګانونو ته سپارل شوې دي.

مربوطه مطالب

Back to top button