افغانستان او بلاروس د اقتصادي همکاریو او ګډو پانګونو پر پراختیا خبرې کړې

کابل ټکی کام (سه شنبه، د لړم ۱۲مه)
د افغانستان لپاره د بلاروس نوي ټاکل شوي غیرمقیم سفیر، الکساندر اوګورودنیکوف، د افغانستان د صنایعو او کانونو خونې له لومړي مرستیال محمد رفیع عظیمي او یو شمېر نورو مسوولینو سره لیدلي او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د اقتصادي همکاریو او ګډو پانګونو پر پراختیا خبرې کړې دي.
د افغانستان د صنایعو او کانونو خونې د معلوماتو له مخې، په دې لیدنه کې د صنعت او کانونو په برخو کې د پانګونې فرصتونو، د خصوصي سکټورونو ترمنځ د اړیکو پیاوړتیا او پانګوالو ته د ویزو د اسانتیاوو پر برابرولو ټینګار شوی دی. د بلاروس سفیر په دې برخو کې د همکاریو پراختیا ته د خپل هېواد چمتووالی ښودلی او د افغانستان د صنایعو او کانونو خونې مشرتابه ته یې بلاروس ته د سفر بلنه هم ورکړې ده.



