د حوثي ځواکونو ادعا؛ په سعودي عربستان کې یې درې مهم اهداف ویشتلي

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۱۲ لړم، ۱۴۰۵ل)

د یمن د وسله‌والو ځواکونو ویاند “جنرال یحیی سریع” وايي، ځواکونو یې په تېرو ۴۸ ساعتونو کې په سعودي عربستان کې د بې‌پیلوټه الوتکو درې عملیات ترسره کړي دي.

د المیادین د راپور له مخې سریع ویلي، په لومړيو عملیاتو کې د دوو بې‌پیلوټه الوتکو په وسیله د سعودي عربستان د دمام هوايي ډګر په نښه شوی، چې په وینا یې د دغه هوايي ډګر هوايي تګ راتګ یې ګډوډ کړی دی.

نوموړي زیاته کړې، په دویم عملیات کې د جیزان په سیمه کې د ژر خبرداري رادار د یوې بې‌پیلوټه الوتکې په وسیله په نښه شوی او برید یې په مستقیم ډول پر هدف لګېدلی دی.

د یمن د وسله‌والو ځواکونو ویاند همداراز ویلي، په درېیم عملیات کې د جیزان په هوايي ډګر کې یوه پوځي لېږدوونکې الوتکه د برید هدف ګرځېدلې ده.

مربوطه مطالب

Back to top button