مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۱۰۰ کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې او اړینې مرستې ورسره وشوې

کابل ټکی کام (سه شنبه، د لړم ۱۲مه)
د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون د ورځني راپور له مخې، تېره ورځ د تورخم، سپین بولدک، ورېښمو پل او اسلامکلا له لارو ۱۰۰ کډوالې کورنۍ، چې ۴۶۲ غړي لري، هېواد ته راستنې او ثبت شوې دي.
همداراز له نیمروز څخه ۱۱۷۷ تنه مسافر هم هېواد ته راستانه شوي دي.
راپور زیاتوي، چې له ۸۱ کورنیو سره ټولټال ۶۴۴ زره افغانۍ مالي مرسته شوې، ۵۷ کورنۍ چې ۳۰۹ غړي لري، خپلو ولایتونو ته لېږدول شوې او ۲۲۳ سیمکارتونه هم وېشل شوي دي.
دغه راز راستنېدونکو ته خوراکي او روغتیايي خدمات وړاندې شوي او په ټولیز ډول ۸۱۸۴ ناروغان تر درملنې لاندې نیول شوي دي.



