ولسمشر پزشکیان: جګړه د هېچا په ګټه نه ده، ایران به تسلیمېدو ته اړ نه شي

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۱۲ لړم،۱۴۰۵ل)
د ایران ولسمشر ‘مسعود پزشکیان” وايي، حکومت یې هڅه کوي روانې ستونزې او کړکېچونه د خبرو اترو او د خلکو په همکارۍ حل کړي.
د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې، پزشکیان ویلي، د ایران رهبر د ستونزو د هواري لپاره حکومت ته لازم واکونه سپارلي دي.
نوموړي ټینګار کړی چې جګړه د هېچا په ګټه نه ده او دښمنان نه شي کولی د جګړې له لارې ایران تسلیمېدو ته اړ کړي.
پزشکیان زیاته کړې، حکومت یې د خلکو د اقتصادي وضعیت ښه کولو، له اړمنو سره د مرستې او د تولید د زیاتوالي لپاره هڅې کوي.
د هغه په وینا، د ډیزلو او انرژۍ د بیو له لوړوالي څخه ترلاسه کېدونکي عواید به د خلکو، په ځانګړي ډول د اړمنو کورنیو، د ملاتړ لپاره ولګول شي.



