اقتصادي معاونیت: له تمویلوونکو او نړیوالو موسسو سره د چاپېریال ساتنې ادارې لومړیتوبونه شریک شول

کابل ټکی کام (سه شنبه، د لړم ۱۲مه)

د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت وايي، د چاپېریال ساتنې عمومي ادارې لومړیتوبونه د تمویلوونکو، ملګرو ملتونو او نړیوالو پراختیايي موسسو له استازو سره شریک شول.

د اقتصادي معاونیت د خبرپاڼې له مخې، په دغو لومړیتوبونو کې د اقلیمي بدلونونو د معلوماتي سیستم پراختیا، د شنوخونو ګازونو د خپرېدو د معلوماتو ثبت، د اقلیمي زیانونو ارزونه، د نیالګیو کېنول او د شنو سیمو پراختیا شامل دي.

د چاپېریال ساتنې عمومي ادارې دغه لومړیتوبونه د راتلونکو مرستو او پراختیايي همکاریو د همغږۍ لپاره وړاندې کړي دي.

د يادې موضوع په اړه راغلو ګډونوالو د یاد بهیر هرکلی کړی او ډاډ یې ورکړی چې خپلې راتلونکې مرستې او همکارۍ به د افغانستان د چاپېریال ساتنې ادارې د ټاکل شویو لومړیتوبونو په رڼا کې تنظیم کړي.

مربوطه مطالب

Back to top button