یکشنبه, اپریل 26, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home مقالې

حنیف اتمر.. له درې استخباراتي ادارو سره له جاسوسۍ د ملي امنیت تر سلاکارۍ پورې

عبد الهادي همت نشرونکی: عبد الهادي همت
اگست 27, 2018
کټګوریانې: مقالې, مهم
0
508
ځلې شریک شوی
230
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

عبدالهادي همت

په حکومت کې تر ولسمشر اشرف غني وروسته تر ټولو د زیات واک د خاوند، د امنیت شورا د سلاکار حنیف اتمر، استعفا تاوده بحثونه راولاړ کړي دي. دا چې نوموړی څوک و او څه یې وکړل دلته لنډه کتنه ورته کوو.

دا هم ولولئ

د شانګهای همکاریو سازمان :افغانستان د سیمې د اوږدمهاله امنیت او ثبات لپاره حیاتي ارزښت لري

ولسمشر پزشکیان: ایران د فشار او ګواښ تر سیوري لاندې تحمیلي مذاکرات نه مني

پر اوکریین د روسیې تازه بریدونه؛ لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

حنیف اتمر د محمد آصف اتمر زوی، په خټه پښتون دی. د ظاهر شاه د واکمنۍ پر مهال په لغمان کې زېږېدلی دی.

نوموړي د برېتانیا له York پوهنتون څخه دوې ډګرۍ ترلاسه کړې دي، همداراز په معلوماتي ټیکنالوجۍ او کمپیوټر کې یوه ډیپلومه لري او په عامه پالیسي، نړیوالو اړیکو او تر جګړې وروسته د بیارغونې په زده کړو کې یې  M.A. کړې ده.

اتمر خپله لومړۍ دنده د خاد په یوه ریاست کې پیل کړه او لس کاله یې د خاد په بدنامه اداره کې دندې ته دوام ورکړ. په دې موده کې نوموړی د خپل جدیت او بي رحمۍ له امله د ”خاد د میر غضب“ لقب ګټلی و. له روسانو سره اوږه په اوږه د مجاهدینو پر خلاف جګړه کې یې خپله یوه پښه هم له لاسه ورکړه.

د کمونستانو د وروستي رژيم تر سقوط وروسته، حنيف اتمر انګلستان ته وتښتېد او هلته د انګلستان حکومت پناه ورکړه. د ځینو  نورو کمونستانو په څېر نوموړی هم د انګلستان استخباراتي ادارې  MI 6  د خپلې جاسوسۍ لپاره استخدام کړ او له يو څه پټو او ښکاره زده کړو ترلاسه کولو وروسته يې په هغه خيريه مؤسساتو کې بيلابېلې دندې ترسره کړې کومو چې د لوېديځ لپاره د خيريه کومکونو تر نوم  لاندې جاسوسي کوله.

 حنيف اتمر د امريکا له استخباراتي  CIA سره اړيکې پيدا کړې او د (د ژغورنو د نړیوالې کمېټې یا د  ERC   په مؤسسه کې، چې په سيمه کې د سي آی اې يوه فعاله جاسوسي شبکه ده، د منېجر په توګه وګمارل شو .

د طالبانو د واکمنۍ پر مهال حنیف اتمر له بهرنیو مؤسسو سره کار کاوه.

د طالبانو پر مهال د پلان وزیر، ملا سعدالدین سعید، وایي: د طالبانو د واکمنۍ په مهال حنیف اتمر له بهرنیو مؤسساتو سره کار کاوه. کله به چې د مؤسساتو بهرني کارکوونکي د پلان وزارت ته راتلل، حنیف اتمر به هم ورسره و. نوموړی به سره له دې چې په خارجي مؤسساتو کې یي په لوړه څوکۍ کار کاوه او د IRC  د کابل د دفتر مشر و، خو په مجالسو کې به غلی ناست و او هیڅ خبره یي نه کوله. نوموړي به یوازې د خارجیانو خبرې ژباړلې او پخپله به یې هیڅ نه ویل. هغه مهال یې اوږده ږیره درلوده، افغانی لباس او جالۍ خولۍ یي کاروله. له کرداره خاموش او مرموز شخص معلومېده.

پر افغانستان تر امریکایي یرغل وروسته، دئ هم د ډېرو نورو افغانانو په څېر له امریکایانو سره یوځای شو. په ۲۰۰۲ز کې د کرزي لخوا د ښارونو د پراختیا او پرمختګ وزیر مقرر شو، چې تر ۲۰۰۶ پورې يې ځينې لاسته راوړنې هم درلودې.

په ۲۰۰۶ز کې په ولسي جرګه کې د ډېرو باور رایو په ګټلو سره د ښووني او روزنې وزیر وټاکل شو. نوموړي د کورنیو چارو وزیر هم پاتې شوی دی .

په ۲۰۱۰ز کې کال کې د طالبانو له لوري پر ولسي جرګې تر برید وروسته د کرزي له لورې استعفاء ته مجبور شو. خو  د اشرف غني له راتګ سره سم د هغه د نږدې ملګري په حیث راڅرګند شو او د ملي امنیت د سلاکار دنده ورته وسپارل شوه .

د نوموړي له لورې په ۲۰۱۴ز کال کې  د امنیتي تړون  لاسلیکول د افغانانو پر خپلواکۍ چاړه راښکل ؤ. اشرف غني له ولس سره وعده کړې وه چې واک ته تر رسېدو وروسته به سوله کوي، خو کله چې د واک پر ګدۍ کېناست، خپلې ټولې وعدې یې هیرې کړې او د خپلې ولسمشری په لومړیو کې یې امنیتي تړون لاسلیک کړو.

دې تړون امریکایانو ته دا زمینه برابره کړه چې د لسو نورو کلونو لپاره په افغانستان کې مېشت شي، له قانوني تعقیب محکمې خلاص شي او څه چې وغواړي کولای شي – حتی د افغانانو پر کورونو هم په نیمه شپه کې پرې وراوښتلای شي.

د دې تړون په لاسلیکولو سره جګړې لا هم نور زور واخیست او د افغانانو تلفات ورځ په ورځ مخ پر زیاتېدو شول.

د همدې تړون له برکته افغانستان د بهرنیانو د وسلو د تجربه کولو لابراتور وګرځېد چې ښه مثال یې د بمونو مور ده .

د ملي امنیت شورا په څلور کلنه دوره کې اتمر سخت ناکام و. د ده په وخت کې کندوز دوه ځلې سقوط شو، فراه سقوط ته نږدې شوه او پر غزني یوه اوونۍ جگړه روانه وه او د ښار کوڅې د دولتي عسکرو په جسدو ډکې وې.

اتمر په خپل استعفا لیک  کې هم ویلي چې له اشرف غني سره یې په ځینو موضوعاتو اختلافات لرل، چې په تېرو کلونو کې یې حل نه شوای کړی؛ نو ځکه یې استعفا ورکړه.

حنیف اتمر  تر ۱۰۰ زیات فیسبوکیان ددې لپاره ګومارلي وو چې دده په نفع کمپاین وکړي ، هغوی ته یې د مبایل ،کمپیوټر او انټرنیټ مصارف ورکول تر څو ده طالبانو پرضد تبلیغات وکړي .

د ملي امنیت د مشاور په حیث حنیف اتمر هیوادوالو ته ډېر خدمتونه کړي چې بعض یې د یادولو وړ دي:

لکه له طالب بندیانو سره سختي او فشار ورباندې راوړل، له دوی څخه بشري حقوق او اسانتیاوې اخیستل، له بندیانو سره ددوی د کورنیو په ملاقات بندیز لګول، ټول سیاسي بندیان او په ځانګړې توګه طالبان د ارګ له بخششي فرمانونو څخه محرومول، او د هغو بندیانو حبس چې دقید موده یې پوره شوې خو لا هم د تورو تمبو شاته پرېښودل.  د طالبانو د کمزوري کولو او بدنامولو لپاره د داعش جوړول، وسلې او لوژیستکي مواد ورته رسول، له طالبانو سره د جګړې پر مهال ورسره د هوا له لارې کومک ورسره کول، او په جوزجان کې د طالبانو له محاصرې د داعشیانو د خلاصون لپاره خپلې چورلکې وړاندې کول هم د همدې ځنځیر یوه کړی وه؛ برعکس په داسې حال کې چې د اردو ځواکونه په هلمند،فراه او غزني کي له لوږې مري او له مړیو یې بویونه پورته کیږي ورته د انتقال او اکمال  هیڅ بندوبست نه کیږي.

د ۲۰۱۴ م په اکتوبر میاشت کې حنیف اتمر په هند کې د ډیلي پالیسي ګروپ  لخوا ترتیب شوي  یو سیمینار ته په وینا کې ویلي ؤ  چې په افغانستان، پاکستان، هند او نورو اسلامي هیوادونو کې باید دیني مدرسې وتړل شي، ځکه دده په  باور همدا مدرسې تروریزم خپروي.

او داسې نور…..

سوله.. د اتمر له نظره

د ټاکنو له نږدې کېدو سره سم افغان حکومت بیا د سولې چیغو ته کش ورکړی. کله د سولې زارۍ شروع وي، کله جګړې ته د زور ورکولو اخطارونه .

نوموړي د ۱۳۹۶ م د حمل په ۲۴مه امنیتي ځواکونو ته په خطاب کې وویل چې  “هېڅکله له طالبانو او ترهګرو سوله نه غواړو؛ موږ هغوی سولې ته مجبوروو.”  او خپلو جنرالونه ته یې د طالبانو د وژلو او له منځه وړلو قومانده ورکړه .

خو نه یې طالبان له حکومت سره سولې ته تیار کړل، نه یې هم له منځه یووړل. برعکس کله د سولې لپاره د پاکستان دروازې ډبوي کله د اندونیزیا او سعودي.

کله بیا بیرته پاکستان ته وایی چې موږ په تاسو دا تور نه پورې کوو چې له ترهګرو سره یاست خو دومره وکړئ چې له خپلې خاورې یې وباسئ .

په ۲۰۰۹م کال  کې د اتمر په وینا د طالبانو شمېر یواځي ۱۰۰۰۰-۱۵۰۰۰ پورې و، خو په ۲۰۱۸ کال د فروري په میاشت کې له شرق الاوسط ورځپاڼې سره په مرکه کې  بیا دا شمېره ۵۵۰۰۰ ښودل شوې چې ۷ زره یې پاکستاني وسلوال بلل شوي .

مخکینې مطلب

تخار: روسي جنګي الوتکو په درقد ولسوالۍ کې هوايي بريدونه کړي

بل مطلب

کرکټ: افغانستان او ايرلنډ نن لومړۍ پنځوس اوريزه لوبه کوي

ځانګړي مطالب

خبرونه

د شانګهای همکاریو سازمان :افغانستان د سیمې د اوږدمهاله امنیت او ثبات لپاره حیاتي ارزښت لري

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 26, 2026
خبرونه

ولسمشر پزشکیان: ایران د فشار او ګواښ تر سیوري لاندې تحمیلي مذاکرات نه مني

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 26, 2026
خبرونه

پر اوکریین د روسیې تازه بریدونه؛ لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 26, 2026
خبرونه

د ایران بهرنیو چارو وزیر مسقط ته ورسېد؛ ولسمشر ټرمپ پاکستان ته د امریکایي پلاوي سفر لغوه کړ

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 26, 2026
خبرونه

سپاه پاسداران: ټرمپ د جګړې د مدیریت له بحران سره مخ دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 26, 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

سبا د ۱۶۰ میلیونه ډالرو په پانګونې د یتیم‌تاق سمنټو فابریکې چارې رسماً پیلېږي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 26, 2026
0

د معيار او کيفيت اداره: د شيخ ابو نصر فراهي بندر کې ۲۴ ټنه بې‌کیفیته بټرۍ بېرته صادرونکي هېواد ته وګرځول شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 26, 2026
0

ملا امير خان متقي: د ورزشي ډيپلوماسۍ له لارې غواړو له نړۍ سره اړیکې نورې هم پراخې او پیاوړې کړو

نشرونکی: ح جلال
اپریل 26, 2026
0

خوست کې څه باندې ۶۸۰ جریبه ځمکه د امارتي ملکیت په توګه ثبت شوه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 26, 2026
0

د شانګهای همکاریو سازمان :افغانستان د سیمې د اوږدمهاله امنیت او ثبات لپاره حیاتي ارزښت لري

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 26, 2026
0

مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۷۷۲ کورنۍ هېواد ته راستنې شوې او اړينې مرستې ورسره وشوې 

نشرونکی: ح جلال
اپریل 26, 2026
0

ولسمشر پزشکیان: ایران د فشار او ګواښ تر سیوري لاندې تحمیلي مذاکرات نه مني

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 26, 2026
0

پر اوکریین د روسیې تازه بریدونه؛ لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 26, 2026
0

د افغانستان برېښنا شرکت له روسي کمپنیو سره د همکاریو هوکړې وکړې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 26, 2026
0

د ایران بهرنیو چارو وزیر مسقط ته ورسېد؛ ولسمشر ټرمپ پاکستان ته د امریکایي پلاوي سفر لغوه کړ

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 26, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • قطر کې د امریکا ویزو په تمه افغانانو ته د ستنېدو یا درېیم هېواد انتخاب په اړه د بهرنیو چارو وزارت څرګندونې

    9 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 2
  • اقتصادي معاونیت: د ګلبهار استوګنیز او سوداګریز ښارګوټي طرحه په پرنسیپ کې تایید شوه

    9 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 2
  • نتانیاهو “د غزې ویجاړونکی” په سرطان ناروغۍ اخته شوی

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د ایران بهرنیو چارو وزیر له لوړ پوړو پاکستاني چارواکو سره لیدلي

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • متقي: د جګړو حل یوازې د ديپلوماسۍ له لارې ممکن دی

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

سبا د ۱۶۰ میلیونه ډالرو په پانګونې د یتیم‌تاق سمنټو فابریکې چارې رسماً پیلېږي

د معيار او کيفيت اداره: د شيخ ابو نصر فراهي بندر کې ۲۴ ټنه بې‌کیفیته بټرۍ بېرته صادرونکي هېواد ته وګرځول شوې

ملا امير خان متقي: د ورزشي ډيپلوماسۍ له لارې غواړو له نړۍ سره اړیکې نورې هم پراخې او پیاوړې کړو

خوست کې څه باندې ۶۸۰ جریبه ځمکه د امارتي ملکیت په توګه ثبت شوه

د شانګهای همکاریو سازمان :افغانستان د سیمې د اوږدمهاله امنیت او ثبات لپاره حیاتي ارزښت لري

مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۷۷۲ کورنۍ هېواد ته راستنې شوې او اړينې مرستې ورسره وشوې 

ولسمشر پزشکیان: ایران د فشار او ګواښ تر سیوري لاندې تحمیلي مذاکرات نه مني

پر اوکریین د روسیې تازه بریدونه؛ لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

د افغانستان برېښنا شرکت له روسي کمپنیو سره د همکاریو هوکړې وکړې

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com