شنبه, اپریل 18, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home خبرونه افغانستان

واشنګټن پوسټ: د اشرف غني حکومت کې روانې ګډوډي د ثبات په اړه اندېښنې زیاتې کړې

عبد الهادي همت نشرونکی: عبد الهادي همت
اگست 28, 2018
کټګوریانې: افغانستان, خبرونه
0
226
ځلې شریک شوی
160
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

واحد فقیري

ورځني سیاسي نوټونه (۱۸۳)

دا هم ولولئ

د ایران-امریکا مذاکرات؛ اسلام آباد کې زرګونه پوځیان ځای پر ځای شوي

ميرويس عزيزي: د تخار د ۱۶۵ ميګاواټه او د بغلان د ۳۵۰ ميګاواټه برېښنا دستګاوې افغانستان ته انتقال لپاره چمتو شوي

عبدالملک حوثي: د ایران پرضد د امریکا-اسرائیلو د بریدونو موخه د اسلامي نظام نسکورول و

واشنګټن پوسټ: د اشرف غني په حکومت کي روانه ګډوډي د ثبات په اړه اندېښنې زیاتي کړي دي

د واشګټن پوسټ معتبره اخبار د اګسټ پر ۲۷ مه باندي لیکي د جمهورریس غني په حکومت کي د ملي امنیت د مشاور ناڅاپه استعفاء او د امنیتي سکتور د دریو نور وزیرانو استعفاء په افغانستان کي د امریکا په زور د نصب سوي حکومت په مینځ کي د ژورو اختلافاتو او درزونو ښکارندوی دی. د امنیتي سکتور د ټاپو خلګو ناببره برطرفه کول د اشرف غني د حکومت انزوا او لړزانتوب ښيي.

واشنګټن پوسټ لیکي که څه هم مسکو د اشرف غني دا خواست ومنی چي د سپټمبر د څلرمي بین المللي کانفرانس وځنډوي، څو د کابل حکومت د خپل ګډون لپاره چمتوالی ورته ونیسي، خو د اشرف غني دې اقدام هغه زیاتېدونکي اندېښنې نه دي رفع کړي چي د هغه د لړزانه حکومت او امنیتي حالاتو په اړه راپورته سوي دي.

ورځپاڼه لیکي په متحده ایالاتو او کابل کي سیاسي تحلیلګران وايي چي د اشرف غني په حکومت کي موجوده ګډوډي او انارشي ښايي د ټرمپ اعتماد پر اشرف غني باندي لا کمزوره کړي، او واشنګټن ته دا باور ورکړي چي اشرف غني یو مطمین ملګری نه دئ، او د افغانستان د امنیتي وضعي د ښه کولو توان نه لري.

افغان تحلیلګر داود میر وايي،«په داسي حال کي چي د اشرف غني حکومت په ژور سیاسي بحران کي راګیر دئ، په عین زمان کي د جمهوري ریاست د انتخاباتو په باب جدي اندېښنې راولاړي سوي دي. د افغان په حکومت کي موجوده نفاق او درز په افغانستان کي د امریکا ستراتیژي د جدي خطرونو سره مخامخ کوي.»

امر الله صالح وايي،«غني یو ستره سرمایه له لاسه ورکړه. اتمر یو پوخ ستراتیژست وو، او د خپلو نقادانو سره ئې په حوصله برخورد کاوه. د غني په کمپ کي یو تمام عیار داخلي جنګ روان دئ. حال دا چي افغانستان یو با ثباته حکومت ته اړتیا لري. او یا لږ تر لږهدننه حکومت کي یو باثباته او منسجم ټیم ته ضرورت لري، خو همدااوس د غني حکومت د باثباته او مستحکم ټیم په فقدان ګرفتاره دئ.»

په واشنګټن کي، یو پخواني امریکايي دپلومات او د افغان د چارو ماهر وايي،«د غني د حکومت مشکلات خطرناکه او وخیم دي. د غني په حکومت کي زیاتېدونکې ګډوډي او انارشیزم به طالبان لا تشویق کړي چي مذاکراتو ته حاضر نه سي، او خپل جنګ ته دوام ورکړي. حالات نازک او لړزانه دي. د اتمر استعفا‌ء‌ دا وښوده چي په حکومت کي بحران هر اړخېز او عام دئ. اشرف غني مجبوره وو چي د زیاتیدونکي خراب امنیتي حالاتو لپاره څه وکړي. مګر د دې پر ځای چي یو باتجربه شخص مقرره کړي، غني خپل یو وفاداره شخص مقرره کړ. د غني دا اقدام ښايي د هغه حکومت نور هم تضعیف کاندي.»

واشګټن پوسټ کاږي د غني د حکومت په امنیتي سکتور کي روان بحران په داسي وخت کي پېښ سو چي د ټرمپ حکومت د افغانستان لپاره نوی قومندان مقرره کړی دئ. دغه راز، ویل کېږي چي ټرمپ ښاغلی خلیلزاد د افغانستان لپاره خپل خاص استازی نومولی دئ. ورځپاڼه لیکي دا تغییرات به حتما د افغانستان پر روان حالاتو او د سولي پر مذاکراتو باندي اثر وښندي، په تېره بیا اوس چي روسیه هم پدې باره کي فعاله سوې ده، او په پاکستان کي نوی حکومت د عمران خان په مشرۍ جوړ سوی دئ.

— Turmoil in the Afghan government’s security team raises worries about stability 

 ــــــــــــــــــــــ

واحد فقیري په کال ۱۹۶۲ کي په کندهار کي زېږېدلی دی. په کال ۱۹۸۰ کې د کندهار د احمد شاه بابا له لېسې څخه فارغ شوی دی. عالي تحصیلات یې په متحده ایالاتو کي کړي دي، او د امریکن پوهنتون او جورج مېسن پوهنتون څخه په سیاسي علومو کي درې ډیګرۍ لري. څو کاله یې د امریکا ږغ سره د خبریال په توګه کار کړی دی. څو کاله یې د پښتو د ژبي په برخه کي استادي کړې ده. درې کتابونه یې په پښتو ترجمه کړي دي. اوس د څو راډیوګانو او تیلویزیونو سره د سیاسي مبصر په توګه همکاري کوي. او وخت نا وخت یې سیاسي تبصرې د افغانانو په مختلفو ویب سایټونو کي خپرېږي.

لوی ټکي: ورځني سیاسي نوټونه
مخکینې مطلب

د فاریاب د محاصره کاروان وروستی حال؛ والي وایي تر عذرونو وروسته مو ناټو خبره ومنله

بل مطلب

ملګري ملتونه: په برما کې بشرضد جرمونه دې سم وپلټل شي

ځانګړي مطالب

خبرونه

د ایران-امریکا مذاکرات؛ اسلام آباد کې زرګونه پوځیان ځای پر ځای شوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 17, 2026
افغانستان

ميرويس عزيزي: د تخار د ۱۶۵ ميګاواټه او د بغلان د ۳۵۰ ميګاواټه برېښنا دستګاوې افغانستان ته انتقال لپاره چمتو شوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 17, 2026
خبرونه

عبدالملک حوثي: د ایران پرضد د امریکا-اسرائیلو د بریدونو موخه د اسلامي نظام نسکورول و

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
افغانستان

د معیار او کیفیت اداره: اسلام‌کلا کې ۴۰ ټنه بې‌کیفیته اوسپنه بېرته وګرځول شوه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
خبرونه

امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

د ایران-امریکا مذاکرات؛ اسلام آباد کې زرګونه پوځیان ځای پر ځای شوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 17, 2026
0

ميرويس عزيزي: د تخار د ۱۶۵ ميګاواټه او د بغلان د ۳۵۰ ميګاواټه برېښنا دستګاوې افغانستان ته انتقال لپاره چمتو شوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 17, 2026
0

عبدالملک حوثي: د ایران پرضد د امریکا-اسرائیلو د بریدونو موخه د اسلامي نظام نسکورول و

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

د معیار او کیفیت اداره: اسلام‌کلا کې ۴۰ ټنه بې‌کیفیته اوسپنه بېرته وګرځول شوه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

پر اوکرایین د روسیې بریدونه؛ ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

بلخ کې د ۵۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت د برېښنا دوې پروژې بشپړې او د بلې کار پیل شو

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

په مزارشریف کې د ۱۵ میلیونه ډالرو په لګښت د زرګرانو لپاره د ستر سوداګریز مارکېټ د جوړولو چارې پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

سپاه پاسداران: د امریکا سمندري محاصره ناکامه ده په هرمز تنګي بشپړ کنټرول لرو

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

افغانستان او مرکزي اسیا ته د روسیې او بلاروس د نفتي موادو واردات ۵۰ سلنه زیات شوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • ميرويس عزيزي: د تخار د ۱۶۵ ميګاواټه او د بغلان د ۳۵۰ ميګاواټه برېښنا دستګاوې افغانستان ته انتقال لپاره چمتو شوي

    16 شریک شوي
    شریکول 6 Tweet 4
  • د ایران-امریکا مذاکرات؛ اسلام آباد کې زرګونه پوځیان ځای پر ځای شوي

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • عبدالملک حوثي: د ایران پرضد د امریکا-اسرائیلو د بریدونو موخه د اسلامي نظام نسکورول و

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

    10 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • د معیار او کیفیت اداره: اسلام‌کلا کې ۴۰ ټنه بې‌کیفیته اوسپنه بېرته وګرځول شوه

    9 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

د ایران-امریکا مذاکرات؛ اسلام آباد کې زرګونه پوځیان ځای پر ځای شوي

ميرويس عزيزي: د تخار د ۱۶۵ ميګاواټه او د بغلان د ۳۵۰ ميګاواټه برېښنا دستګاوې افغانستان ته انتقال لپاره چمتو شوي

عبدالملک حوثي: د ایران پرضد د امریکا-اسرائیلو د بریدونو موخه د اسلامي نظام نسکورول و

د معیار او کیفیت اداره: اسلام‌کلا کې ۴۰ ټنه بې‌کیفیته اوسپنه بېرته وګرځول شوه

امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

پر اوکرایین د روسیې بریدونه؛ ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

بلخ کې د ۵۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت د برېښنا دوې پروژې بشپړې او د بلې کار پیل شو

په مزارشریف کې د ۱۵ میلیونه ډالرو په لګښت د زرګرانو لپاره د ستر سوداګریز مارکېټ د جوړولو چارې پیل شوې

سپاه پاسداران: د امریکا سمندري محاصره ناکامه ده په هرمز تنګي بشپړ کنټرول لرو

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com