سه شنبه, اپریل 21, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home سرمقاله

د ايران پر خلاف د ټرمپ جګړه ييزه تګلاره

عبد الهادي همت نشرونکی: عبد الهادي همت
سپتمبر 26, 2018
کټګوریانې: سرمقاله, مهم
0
8
ځلې شریک شوی
101
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

د امريکا د استخباراتي ادارې سي آى اې تګلاره دا ده چې پينځه کاله وروسته بايد يا کوم هېواد د بل ښکرور هېواد له اشغال څخه خلاص او د ځان تابع کړي او يا په همدې کلونو کې په يو بې وزله هېواد يرغل وکړي. د تيرو ٧٥ کلونو راهيسې همدا جګړه ييزه او اشغالي لوبه روانه ده، چې ځنې هېوادونه امريکا په پوځي، اقتصادي، فرهنګي، کلتوري، اختلافي او عقيدوي لحاظ اشغال کړي او ځنې يې بيا په پوځي اشغال سره په هر اړخيزه توګه د ځان تابع کړي دي، چې د نورو هېوادونو تر څنګ افغانستان او عراق يې ژوندي مثالونه دي.

د ويتنام له ناکامې جګړې وروسته امريکا د اسلامي نړۍ پر خلاف لومړی استخباراتي او ورپسې پوځي يرغل ته زمېنې برابرې کړې دي، چې دا مهال د عربي هېوادونو په شمول په ١١ اسلامي هېوادونو کې د امريکا استخباراتي فعاليتونه روان دي، خو د ١٣٥٨هـ راهيسې ېې د ايران پر خلاف هلې ځلې زياتې کړې دي.

دا هم ولولئ

د ایران-امریکا مذاکرات: واشنګټن د هرمز تنګی د محاصرې په پای ته رسولو غور کوي

د امریکا-ایران مذاکرات؛ واشنګټن مرکچي پلاوی اسلام آباد ته لېږي خو تهران لا د ګډون پرېکړه نه ده کړې

د ایران ستر مذهبي رهبر: سمندري ځواک چمتو دی د دښمن کلابندي ماته کړي

که څه هم امريکا په يمن، سوډان، اذربايجان، سوريه، پاکستان، افغانستان او ترکيه کې د خپلې وسې او قوت پورې هلې ځلې وکړې او کوي يې، چې د خپلو پلانونو له مخې په خپلو هلو ځلو کې د کاميابۍ درشل ته نه ده رسيدلې، خو د رسيدو لپاره له هر ډول مالي، قرهنګي، سياسي، اقتصادي او پوځي لارو کار اخلي، چې د پينځو کالو راهيسې يې د ايران پر خلاف خپلې هلې ځلې زياتې کړې او آن اسرائيل يې پر ايران د بريد لپاره هڅولي دي.

امريکا له ايران سره د پنځو هېوادونو د اتومي موافقې وروسته، چې ټرمپ ترې انکار وکړ، د عربي هېوادونو تر څنګ ېې نورو اسلامي هېوادونو ته، په ځانګړې توګه منځنۍ اسيا ته، خپل لاسونه اوږده کړي. لومړى يې پر ايران د اقتصادي بنديزونو خوله ولګوله او له ورسره کړې موافقې سره سره يې پر ايران د اقتصادي بنديزونو غږ پورته کړ، څو ايران د امريکا په مقابل کې سرټيټی کړي.

پر ايران له اقتصادي بنيديزونو څخه د ټرمپ او سي آى اې موخه يواځې د ايران کمزوري کول نه دي، بلکې غواړي اسلامي نړۍ او منځنۍ اسيا د خپل ځان تابع او په هر اړخيزه توګه يې اشغال کړي. د چين او روسيې په مقابل کې د منځۍ اسيا له سياستونو سره توپيري چلند يې جوت مثالونه دي.

اوس چې ټرمپ د ايران په مقابل کې کومه پاليسي يا تګلاره غوره کړې ده، دا تګلاره ايران او امريکا سره په جګړه اخته کولاى شي، خو د ايران او امريکا تر منځ د احتمالي جګړې د رامنځ ته کيدا په پاليسي کې ټرمپ بيا دوه مخيزه پاليسې غوره کړې ده، هم د ايراني چارواکو سره خبرې کول غواړي او هم پر ايران د بريد ګواښونه کوي، چې د همدې دوه مخې پاليسي له امله يې ايراني چارواکي له خبرو څخه انکاري کړي دي.

سپينه ماڼۍ که هر څو د ايران پر خلاف اقتصادي او د يپلوماتيک فشارونه زيات کړي، هغه پايلې چې ټرمپ يا سي آى اې ورته تمه لري، لاس ته يې نه شي راوړاى. امريکا که هر څو د ايران پر خلاف اقتصادي بنديزونه ولګوي، بيا هم بې د نرمې ديپلوماتيکي لارې له خپلولو چاره نه لري. که هر څو خپله سر زوري وکړي، بيا به هم ايران سره ديپلوماتيکي لارې ته کښينې.

په افغانستان، عراق او سوريه کې چې امريکا ته څه ستونزې پيښې دي، د ټرمپ سياسي مخالفين يې د ده له امله ګڼي. لکه د بلټن د وخت د بهرنيو چارو وزيره «ميډلين البرايت»، د کانګرس پخوانى غړى «لي هميلتن» او د ملي امنيت پخوانى مشر «جيمز کلاپر» تل پر ټرمپ نيوکې کوي، وايي امريکا يې په سيمه کې د زوال پر لورې روانه کړې ده او که د ايران سره په جګړه واوړي، دا به په افغانستان کې د امريکا له زوال سره مرسته وي.

د امريکا جمهور رييس يا سي آى اى چې د اسلامي هېوادونو او په دې وروستيو کې د ايران پر خلاف کومه پاليسي غوره کړې ده، که پرې عمل وکړي، دا به د امريکا لپاره په زوال تمامه شي. ټرمپ غواړي چې پر ايران اقتصادي بنديزونو سره به ايراني ولس وويشل شي، خو د افغان ولس له مقاومته ايراني ولس هم رنګ اخستی او مقابلې ته یې ځان چمنتو کړی دى، له دې امله به د امريکا لپاره په يوه موزه کې دوه پښې ننويستل ډير ګران تمام شي.

امريکا د دې لپاره چې ايراني ولس ايل کړي، رواني جګړه پېل کړې ده، خو لکه څرنګه چې د امريکا په خلاف له ايران اتومي تړون کوونکو هيوادونو د ټرمپ له نوې تګلارې مخ واړاوه او ايران سره يې په کړو ژمنو د پاتې کيدا ټنګار وکړ، دا ډول به امريکا د ايران سره په احتمالي جګړه واوړي او نږدې ياران هېوادونه به ترې مخ واړوي او امريکا به د ايران زور ته يوازې پرېږدي.

ايراني چارواکي هم په دې خبره يقين لري؛ ځکه خو د دې هيواد د قدس ځواکونو مشر تورن جرال قاسم سليماني په هغه مرکه کې چې امريکايي رسنيو رااخستې وه، ويلي و چې: که امريکا پر ايران جګړه پېل کړي، ايران به يې د امريکا په له منځه وړلو پای ته ورسوي.

لوی ټکي: امريکاايرامبنديزټرمټچينروسيهسي آی اې
مخکینې مطلب

ولسي جرګه د امنیتي تړون په هکله داځل د استجواب لپاره امریکایان ور غواړي

بل مطلب

د نړۍ پای (۷۵مه برخه ) - دعجیب الخلقت ځناور را وتل، او له مغرب څخه دلمر راختل ـ

ځانګړي مطالب

خبرونه

د ایران-امریکا مذاکرات: واشنګټن د هرمز تنګی د محاصرې په پای ته رسولو غور کوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 21, 2026
خبرونه

د امریکا-ایران مذاکرات؛ واشنګټن مرکچي پلاوی اسلام آباد ته لېږي خو تهران لا د ګډون پرېکړه نه ده کړې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 21, 2026
خبرونه

د ایران ستر مذهبي رهبر: سمندري ځواک چمتو دی د دښمن کلابندي ماته کړي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 21, 2026
افغانستان

یوناما: افغانستان د اقلیمي بدلون له ناوړه اغېزو سره مخ دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 20, 2026
خبرونه

ایران: د امریکا لخوا سمندري محاصره له اوربند ښکاره نقض دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 20, 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

د ایران-امریکا مذاکرات: واشنګټن د هرمز تنګی د محاصرې په پای ته رسولو غور کوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 21, 2026
0

د امریکا-ایران مذاکرات؛ واشنګټن مرکچي پلاوی اسلام آباد ته لېږي خو تهران لا د ګډون پرېکړه نه ده کړې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 21, 2026
0

د افغانستان، ازبکستان او قرغیزستان ترمنځ د ګډ کاري ګروپ جوړولو او سوداګرۍ او ټرانزیټ د اسانتیاوو پر رامنځته کولو هوکړه شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

بغلان کې د ۳۹ زره ډالرو په ارزښت د اوبو يوه شبکه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه او غزني کې د ۲۲ میلیونه افغانیو درې نورې شبکې پيل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

اروپايي ټولنه د افغانستان حکومت استازو ته بروکسیل ته د سفر بلنه ورکوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

تخار کې د ۵۴۳ میلیونه افغانیو په لګښت د سپین زر سوداګریز مرکز جوړېدو چارې پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

ټرمپ ایران ته خبرداری ورکړی که خبرو ته حاضر نه‌شي له سختو پایلو سره به مخ شي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

ایران پر توسکا بېړۍ د امریکا برید غندلی او د عملې د خوشې کېدو غوښتنه کړې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

ملګري ملتونه: اروپايي ټولنه دې له اسرائیلو سره د سیاسي او سوداګریز شراکت تړون وځنډوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

د ایران ستر مذهبي رهبر: سمندري ځواک چمتو دی د دښمن کلابندي ماته کړي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 21, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • اسلامي امارت په ټول هېواد کې د کورونو او ودانیزو چارو د جوړولو اجازه ورکړه

    13 شریک شوي
    شریکول 5 Tweet 3
  • امنيتي ځواکونو له پاکستان څخه افغانستان ته قاچاق کېدونکې ۹۵ قبضې تفنګچې نيولي

    12 شریک شوي
    شریکول 5 Tweet 3
  • د عمان خلیج کې پر ایراني بار وړونکې بېړۍ بریدشوی؛ سپاه پاسداران يې غبرګون کې امريکايي نظامي بيړۍ په نښه کړي

    11 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • د اوکراین شخړه؛ د ډزو پېښه کې شپږ تنه وژل شوي

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • ټرمپ ایران ته خبرداری ورکړی که خبرو ته حاضر نه‌شي له سختو پایلو سره به مخ شي

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

د ایران-امریکا مذاکرات: واشنګټن د هرمز تنګی د محاصرې په پای ته رسولو غور کوي

د امریکا-ایران مذاکرات؛ واشنګټن مرکچي پلاوی اسلام آباد ته لېږي خو تهران لا د ګډون پرېکړه نه ده کړې

د افغانستان، ازبکستان او قرغیزستان ترمنځ د ګډ کاري ګروپ جوړولو او سوداګرۍ او ټرانزیټ د اسانتیاوو پر رامنځته کولو هوکړه شوې

بغلان کې د ۳۹ زره ډالرو په ارزښت د اوبو يوه شبکه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه او غزني کې د ۲۲ میلیونه افغانیو درې نورې شبکې پيل شوې

اروپايي ټولنه د افغانستان حکومت استازو ته بروکسیل ته د سفر بلنه ورکوي

تخار کې د ۵۴۳ میلیونه افغانیو په لګښت د سپین زر سوداګریز مرکز جوړېدو چارې پیل شوې

ټرمپ ایران ته خبرداری ورکړی که خبرو ته حاضر نه‌شي له سختو پایلو سره به مخ شي

ایران پر توسکا بېړۍ د امریکا برید غندلی او د عملې د خوشې کېدو غوښتنه کړې

ملګري ملتونه: اروپايي ټولنه دې له اسرائیلو سره د سیاسي او سوداګریز شراکت تړون وځنډوي

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com