کابل.کام – د میزان ۱۱مه، ۱۳۹۷:
یوه مشهور امریکايي سناتور له خپل حکومته غوښتي چې پر افغان دولتي ځواکونو تر هغو ټولې مرستې بندې کړي څو چې هغوی په خپلو لیکو کې له ماشومانو ناروا استفاده نه وي درولې.
د بریټبارټ نیوز د خبر له مخې، د امریکا په سنا مجلس کې د کنټاکي ایالت سناتور، رانډ پاول، تېره اوونۍ هڅه وکړه چې پر افغان ځواکونو د امریکا ټولې میلیاردري مرستې د هغوی د ”بچه بازۍ“ له امله بندې کړي، خو د امریکا د سنا مجلس د بهرنیو اړیکو کمېټې یې د وړاندیز مخالفت وکړ.
ښاغلي رانډ پاول د سوداګریزې کمېټې په یوه غونډه کې ویلي، ”زما د تعدیل له مخې به هیڅ یوې افغانې ادارې ته تر هغو امریکايي مرستې نه ورکول کیږي تر څو چې د افغانستان د څار لپاره د امریکا ځانګړې ادارې (سیګار) تایید کړې نه وي چې د افغان ځواکونو په لیکو کې هیڅ ماشوم عسکر او یا له هغوی ناروا جنسي استفاده – بچه بازي – نشته.“
ښاغلي پاول همداراز پر خپل ټوېټر لیکلي: ”دا د امریکا د متحده ایالاتو لپاره نه بخښل کېدونکې کړنه ده چې په افغانستان کې له ماشومانو سرتېرو او بچه بازۍ سره کومک ته دوام ورکوي. زه به د دې ناوړه چلند د ختمولو لپاره په خپل ټول توان د هر څه کولو ته دوام ورکړم.“
It is inexcusable for the U.S. to continue to fund child soldiers and pedophilia in Afghanistan. I will continue to do everything in my power to put an end to this abhorrent behavior. https://t.co/jJsqny07DZ
— Senator Rand Paul (@RandPaul) October 1, 2018
خو د امریکا د سنا مجلس د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر، باب کارکر، د نوموړي د دې غوښتنې مخالفت کړی، او دا یې ناممکنه وبلله، ځکه، د نوموړي په خبره، د امریکايي مرستو دا ډول بندېدل ”په بهر کې د امریکا د ملي امنیت له دریځه ستونزمنه“ کړنه ده.
بریټبارټ نیوز په خپل خبر کې ویلي، ټاکل شوې چې امریکا به په ۲۰۱۹ز کال کې افغان ځواکونو ته د تجهیزاتو، روزنې، او نورو برخو کې ۴،۹۲ میلیارده ډالره مرسته ورکړي.
د یادونې وړ ده، د دولتي ځواکونو په لیکو کې د ماشومانو شتون او له هغوی ناوړه جنسي استفاده هغه څه دي چې د بشري حقوقو زیاتره ادارې یې له اندېښنو سره مخ کړې، خو داسې ښکاري چې دفاع وزارت او حکومت یې له مخنیوي کولو ناتوانه دي.


















