(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ لړم ۲۶)
راپورونه وایي چې دپلازمینې کابل په څنګلوري ولایت، میدان وردګو کې امریکایي ځواکونو د فوټبال په میدان هوایي داسې مهال برید کړی،چې لوبغاړي پر لوبو بوخت وو.
خبر زیاتوي، برید تیره ورځ مازدیګر مهال د دغه ولایت د مرکز اړوند د “چارکي“ په سیمه کې شوی چې پر مهال یې ۵ تنه ځوان لوبغاړي په شهادت رسیدلي او ګڼ نور ټپیان دي.
په یوه بل خبر کې ویل شوي چې امریکایانو د غزني ولایت د قره باغ ولسوالۍ په مربوطاتو کې هم پر یوه جومات بمباري کړې چې ګڼ شمیر لمونځ کونکو کلیوالو ته پکې مرګ ژوبله اوښــتې ده.
افغان حکومت د تیر په څیر د برید په تړاو کوم غبرګون نه دی ښوودلی.


















