طالبان: د افغان ځواکونو د وژلو طرفدار نه یو؛ او په مرګ یې خواشیني یو
(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ لړم ۲۵)
طالبانو په یوه خپره شوې اعلامیه کې د افغان سرتیرو پر وژلو خواشیني څرګنده کړې او ویلي یې دي چې که هغوی یې پر وړاندې له جګړې او د نړیوالو ځواکونو له ملاتړ لاس په سر شول، دوی یې د وژلو طرفداري نه کوي.
اعلامیه کې ویل شوي ؛ “عسکر، پولیس او اربکیان په هره سیمه کې که وغواړي چې له مجاهدینو سره تماس ونیسي، ورسره یوځای شي، مجاهدین يې هر کلی کوي“
طالبانو د امنیت شورا له خوا د تازه دمو تهاجمي عملیاتو د پیل اوازې تبلیغاتي هڅې بللې او ویلي یې دي چې دا ډول خبرې نه د دوی پر مورال اثر کولای شي، نه یې د ځپونکو عملیاتو مخه نیولای شي، نه حکومت خپل تلفات پرې کمولای شي اونه هم د جګړو په کرښو کې د دولت پلوه ملیشو په نفعه کوم بدلون راوستلای شي.
طالبانو پر افغان ځواکونو ژغ کړی چې د خپلو په فساد ککړو مشرانو په امر دې خپل خوږ ژوند په مرګونو ګواښونو کې نه اچوي او له جګړو دې لاس واخلي.
په دغه اعلامیه کې د افغان سرتیرو د مرګ ژوبلې پړه خپله پر عسکرو ور اچول شوې او ویل شوي چې “افغان ځواکونو د دښمنۍ لاره غوره کړې، د امریکایانو په مخ کې دريدلي او د څو پيسو لپاره خپل ژوندي، کورنۍ، مور او پلار، ښځې او اولادونه د غم او وير په ټغر کښينوي“
طالبان داسې مهال دا اعلامیه ورکوي چې تر دې وړاندې یې هم په ځلونو ټینګار کړی و، چې د افغان عسکرو پر وړاندې جګړه د دوی انتخاب او اصلي مو خه نه ده؛ بلکې غواړي بهرنیان په نښه کړي؛ خو دا چې تر بهرنیو ځواکونو وړاندې افغان سرتیري د طالبانو پر وړاندې جګړییز عملیات مخته وړي، نو مجبور دي چې لومړی یې داخلي ملاتړ په نښه کړي



