(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ مرغومی ۱۱)
تیره شپه د پکتیا ولایت د زرمت ولسوالۍ د “سورکۍ“ په سیمه کې د حاجي نعیم قوماندان پر کور چې د سیمې مخور قومپ مشر وو، امریکایي او افغان ځواکونو بوږنونکې چاپه ووهله ؛چې په کې یې د یاد قومي مشر په ګډون اته (۸) کسان ووژل او پراخ مالي زیانونه یې ور واړول.
پخواني ولسمشر حامد کرزي چې تل یې پر ولسي اهدافو شپنۍ چاپې غندلې، ویلي، “د عام ولس پر کورونو هر ډول برید په هر عنوان چې وي بشري ضد جنایت او د انساني او اسلامي ارزښتونو خلاف عمل دی او په کلکه یې غندم “
نوموړي له افغان او امریکایي چارواکو د دغه راز وحشیانه کړنو د ژر تر ژره بندیدو غوښتنه کړې.
په دغه برید کې چې هدف یې یواځې ملکی وګړي وو، په ترڅ کې یې قومي مشر حاجی نعیم، د هغه درۍ(۳) زامن، دوه (۲) وروڼه او دوه(۲) نور کلیوال په شهادت رسیدلي او دغه راز یې یو مسجد، ګڼ شمیر کورونه ، یو دوکان ۱ دتیلو پمپ او ۱ شخصي موټر یې ویجاړ کړي دي.
که څه هم د غوڅ ملاتړ ماموریت یې په هکله له څه ویلو ډډه کوي، خو د پکتیا د والي ویاند عبدالله حسرت بیا د ګډوځواکونو له خوا دا بریمن عملیات بولي او ستایي یې.
نوموړي رسنیو ته ویلي، په دې عملیاتو کې که څه هم ملکیان هدف ګرځول شوي، خو دطالبانو دوه قوماندانان هم په کې وژل شوي دي.
خو د سیمې خلک بیا د نوموړی دا خبرې پروپاګند بولي او زیاتوي ،عملیات یواځې د ملکيانو پر وړاندې ترتیب شوي وو، د برید پر مهال او تر وړاندې یې په یاده سیمه کې هیڅ وسلوال مخالف شتون نه درلوده او په لوی لاس سیمیز خلک په نښه شوي دي.
مدني فعالانو او د ټولنیزو رسنیو کارونکو دا برید وحشیانه بللی او په سختو ټکو یې غندلی.
فعالان وایي، دا ډول بریدونه د دې پرځای چې پر مقابل لوري اغیز پرې باسي، په لوی لاس خلک د دولت پر وړاندې وسلوال پاڅون ته اړ کوي


















