کندهار: د بهرنیو ځواکونو ټانګ د ماین ښکار شو
(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ مرغومی ۱۱)
رابورونه وایي چې تیره ورځ د کندهار د ډنډ ولسوالۍ اړوند د “مټمالې“ په سیمه کې د بهرنیو ځواکونو پر ټانګ د ځمکني ماین چاودنه شوې.
خبر زیاتوی، بهرني ځواکونه په سیمه کې په ګزمه بوخت وو، چې زغروال ټانګ یې د سړک غاړې د قوي ماین ښکار شو.
طالبان وایي، دغه قوي ماین په تکتیکي ډول ځای پرځای شوی و، چې ټانګ یې په بشپړه توګه ویجاړ او پکي سپاره عسکر یې ټول وژلي دي.
د یادونې وړ ده چې په کندهار کې هم د نورو ولایتونو په څیر د امریکایي ځواکونو تر څنګ د امنیتي قراردادي کمپنیو منسوبین چې د ارګ سره د مخفي تړون له مخې ورته د فعالیت جواز ورکړل شوی، شتون لري، چې زیاتره وخت یې تلفات نه ابلاغیږي.
تر اوسه د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت د دغې پیښې اړوند نه دي ويلي، چې په دې پیښه کې د کوم هیواد اتباع وژل شوي او څو تنه دي.



