هلمند او هرات کې د ګډو ځواکونو چاپه کې خلکو ته مالي زیانونه اوښتي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ مرغومی ۱۱)
په داسې حال کې چې د هیواد په لر اوبر کې افغان او امریکایی ځواکونو پر ولسي خلکو ناتاره بریدونه پیل کړي، تازه خبرونه وایي چې د هلمند ولایت په ګرشک او د هرات په شینډنډ ولسوالۍ کې ولسی خلکو ته درانه زیانونه اوښتي.
خبر زیاتوي، تیره شپه دهلمند ولایت دمارجې ولسوالۍ اړوند د قاسم بازار په سیمه کې امریکایي او افغان ځواکونو پر ولسي میشت ځایونو د چورلکو په مټ چاپه وهلې .
ګډوعسکرو دچاپي پر مهال ګڼ دوکانونه چور او وروسته یې ویجاړکړي دي.
دغه راز یې په سیمه کې دملکي خلکو ۲عرادي موټر او ۴ موټرسایکلونه هم سوځولي دي.
ګډ عسکر تر چاپې وروسته له سیمې تللي او دوه تنه کلیوال یې د بندیانو په توګه له ځانه سره وړي دي.
په یوه بل خبر کې ویل شوي چې تیره شپه د هرات ولایت د شینډنډ ولسوالۍ اړوند د پشت شهر په سیمه کې افغان ځانګړو ځواکونو پر یوه کلي چاپه وهلې او د دریو کلیوالو کورونه یې نړولي دي.
افغان ځواکونو یوه مدرسه هم هدف ګرځولې چې په کې یې د مدرسې کتابونو، اطاقونو او دروازو ته دروند زیان اړولی دی.
دا پیښې داسې مهال کیږي چې تیره ورځ ګډوځواکونو د پکتیا ولایت په زرمت ولسوالۍ کې هم چاپه وهلې وه چې په ترڅ کې یې قومي مشر حاجی نعیم، د هغه درۍ(۳) زامن، دوه (۲) وروڼه او دوه(۲) نور کلیوال په شهادت رسیدلي او دغه راز یې یو مسجد، ګڼ شمیر کورونه ، یو دوکان ۱ دتیلو پمپ او ۱ شخصي موټر یې ویجاړ کړي دي.



