سرپل: د طالبانو بریدونو کې ۴۳ عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، مرغومی ۱۱)
د سرپل ولايت په صياد ولسوالۍ کې د طالبانو او دولتي ځواکونو تر منځ نښتې شوي چې د چارواکو په وينا دواړو غاړو ته يې درنه مرګ ژوبله اړولې ده.
د سرپل د والي وياند وايي، طالبانو د صياد ولسوالۍ پر مزکز او د قشقري سيمه کې يې پر دفاعي پوستو بريدونه کړي چې تر څو ساعتونو يې دوام وکړ.
نوموړی زياتوي، په دغه بریدنو کې دواړو خواوو ته درنه مرګ زوبله اوښتې خو تر اوسه يې په اړه کره معلومات نه شته.
د دغه ولايت سيمه ييزې سرچينې وايي، د طالبانو په بريدونو کې د يوه قومندان په شمول پنځلس عسکر وژل شوي او اووه ويشت تنه نور ټپيان دي.
خو د ولايتي شورا غړی اسدالله خرم ويلي، په يادو نښتو کې د جاويد په نوم د سيمه ييزې امنيتي قطعې قومندان هم وژل شوی دی.
له بله پلوه د سرپل د عمومي روغتون مشر نوراحمد اسحازی وايي، تر دې دمه د شل وژل شويو عسکرو جسدونه او درويشت ټپي عسکر روغتون ته راوړل شوي دي.
تر اوسه د وژل شويو عسکرو د کره شميرو په اړه چارواکو څه نه دي ويلي او طالبانو هم د تازه بريدونو په اړه خبر نه دی ورکړی خو تيره ورځ يې ويلي و چې ولايت مقام ته څېرمه په کينټ پای کې يې پر يوې پوستې بريد کړی چې عسکرو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې ده.



