طالبان: ایران ته يې د سياسي همکارۍ جلبولو لپاره پلاوی استولی دی

ايران ته د طالب پلاوي د سفر په اړه د ذبیح الله مجاهد څرګندونې

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، مرغومی ۱۱)

طالبانو د افغانستان ګاونډي هېواد ايران ته د خپل پلاوي لېږل تاييد کړي او وياند يې ذبيح الله مجاهد رسنيو ته په لېږلې خبرپاڼه کې ويلي، چې د سيمې هېوادونو سره د تماسونو په لړ کې يې د (اسلامي امارت ) يو پلاوی ايران ته رسېدلی دی.

خبرپاڼه کې راغلي، دغه پلاوی د دې لپاره تهران ته استول شوی ترڅو له (اشغال) وروسته په هېواد او سيمه کې د سولې او امن راتللو لپاره له ايران سره خپل نظريات شريک کړي.

مجاهد زياته کړې، د طالبانو پلاوی وخت ناوخت د سيمې هېوادونو ته سفرونه کوي ” ترڅو د هیوادونو سیاسي او اخلاقي ملاتړ او د افغانستان د اشغال د پای ته رسیدو د سولې او امن د اعادې په منظور د هغوی همکاري را جلب کړي.”

پرون د دوشنبې په ورځ د ايران د بهرنيو چارو وزارت وياند بهرام قاسمي ويلي و چې د طالبانو پلاوی دغه هېواد ته تللی او د بهرنيو چارو وزارت له مرستيال عباس عراقچي سره يې د افغانستان پر مسلې خبرې کړي دي.

دا دوهم ځل دی چې طالبان له ايراني چارواکو سره ناسته کوي، شاوخوا يوه اوونۍ مخکې هم د ايران د ملي امنيت شورا منشي علي شمخاني کابل ته د خپل سفر پر مهال له طالبانو سره د ليدنې خبر ورکړی و.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button