سوله او اړتيا

سلطان محمد (ثاقب) حصارکی.

لومړۍ برخه:

سوله په نړۍ کې  ښکلا او د ټولو انسانانو ورستۍ هيله ده، په دې کې شک نشته چې سوله  په اسلامي ټولنه کې  خورا ډيره اړتيا لري، د  امن او سوکاله  ژوند د تيرولو يواځینۍ لاره هم سوله ده.

له آدمه تر دې دمه  که  ټول  تير تاريخ پاڼې،پاڼې  کړو؛  نو داسې مرحله به ونه شي  موندلای چې ټول خلک به د جګړې اور ته لمن  وهي او نه به داسې مرحله وموندل شي چې ټول خلک به  د سولې غوښتوونکې وي،  بلکې ځينې خلک د جنګ شپيلې غږوي او ځينې نور بیا د جنګ په اور  د سولې يخې اوبه تويه وي  ځکه چې د سولې او جګړې ، حق او د باطل مقابله پخوانۍ او تلپاتې ده.

د همدې لپاره الله تعالی خپلو بندګانو ته په اسلامي ټولنه کې د  حل لپاره د سولې لاره غوره کړه که چيرې پوره عمل پرې وکړل شي  نه به شخړې، نه به جګړې او نه به يو بل ته سپکې سپورې خبرې کوي.

هر څوک به د مشر قدر اوپه کشر شفقت کوي او هر چاته به خپله رتبه ورکول کيږي، ”  هر  يو مسلمان  به خپل مسلمان ورور ته د رحمت وزرې غوړوې.

زه په دې باور لرم چې اسلام  د ژوند نظام دی، د ژوند د هرې لويې او وړې پيښې په اړه ځانګړې لارښونې لري او د هر رنځ لپاره اغیزمنه نسخه ده؛  خو بيا هم د بيلابيلو طبيعتونو له امله په ټولنه کې ستونزې او شخړې رامنځ کيږي؛ نو د حل لپاره  الله تعالی يو داسې  نيغه لار  غوره کړه  چې د مظلومانو  درملنه او له ظالمانو  څخه دفاع  پرې  کيږي، د مشرانو، کشرانو او پرګنو په زړونو کې ډاډ، مينه او د تعاون احساس راژوندی کوي او د ولس لپاره د سوکاله ژوند لارښونه کوي،  ځکه   چې سوله ولس ته په غيږه کې د مينې ځای ورکوي؛  نو همدارنګه ولس ته هم  پکار دي چې سولې ته غيږه  وغوړوي ځکه چې د سولې توری د ولس له توري سره څه ورته والی هم لري.

 ځکه چې د بيلابيلو  تبيعتونو له امله خپل منځي شخړې رامنځ ته کيږي  بيا دغه  خپل منځي شخړې داسې کچې ته ورسيږي  چې د سولې نه پرته يې د هوارولو هيڅ لاره نه وي .

نو له همدې امله په هر مسلمان لازمه ده چې په  ټولنه او هيواد کې دخپلمنځي شخړو ختمولو لپاره د سولې هلې ځلې پيل کړي.

نور بيا….

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button