(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ مرغومی ۱۴)
په داسې حال کې چې د هیواد په مختلفو سیمو کې د امریکایي او افغان ځواکونو له خوا پر ولسي خلکو دروند وحشت دوام لري او ورځ تر بلې لسګونه بیګناه افغانان د شپنیو چاپو او ړندو بمباریو ښکار کیږي؛ تازه راپورونه وایي چې تیره شپه دکاپیسا تګاب ولسوالۍ اړوند د “دادیزي“ په سیمه کې امریکایي ځواکونو پر ولسي خلکو چاپه وهلې.
په دغه چاپه کې چې افغان ځواکونو یې هم ملتیا کوله ۶ تنه کلیوال په مخامخ ډزو ویشتل شوي او ځای پرځای شهیدان شوي دي.
دغه راز ګډوځواکونو د خلکو د کورونو دروازې ماتې کړې، مالونه یې چورکړي او یو تن کلیوال وګړی یې له ځان سره د بندي په توګه وړی دی.
په یوه بل خبر کې ویل شوي چې ګډوځواکونو د دغه ولایت په نجراب ولسوالۍ کې هم د عملیاتو په پلمه ګڼ کورونه اودوکانونه تخریب کړي اوډیری کورنۍ یې دکورنو پريښودلوته اړ ایستلې دي.
دا په داسې حال کې ده چې په عین حال کې تیره شپه د بادغیس په مرغاب ولسوالۍ کې افغان ځواکونو پر یوه مدرسه د هاوانونو برید کړی ؛سیمیزې سرچینې وایي،د برید په پایله کې دیوه دارالحفاظ ،۵ شاګردان شهیدان شوياوګڼ نور کورونه هم تخریب شوي دي.
طالبانو برید بشر ضده جنایت بللی او غندلی یې دی، خو افغان او امریکایي ځواکونو یې د څرنګوالي په تړاو له څه ویلو ډډه کړې.
















